افغانستان

امریکايي ځواکونو د دولتي پولیسو پوسته بمبار کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): تېره شپه د لوګر ولایت  مرکز «پل علم» ته څېرمه امریکایي هوايي ځواک د ځايي پولیسو په پوسته بمبار کړی او څلور پولیسو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

د لوګر ولایت  د پولیسو ویاند «شاپور احمدزی» یاده پېښه تائیدوي او په خبره یې، په برید کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

شاپور زیاتوي «پېښه له سیمه ئیزو امنیتي ارګانونو سره د نه همغږۍ او غلط کوردینات له امله رامنځته شوې».

یاده دې وي، دا لومړی ځل نه دی، چې بهرني عسکر خپل داخلي همسنګري په هوايي برید کې په نښه کوي، تر دې وړاندې هم د دولتي عسکرو پوستې او ټولۍ په نښه شوي او درنه مرګ ژوبله ور اوښتې خو چا یې په تړاو له بهرنیانو پوښتنه نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x