د خپلې مېرمنې قاتل

غلام عمر عبدالله

روایت کا چي‌؛
په یو کور کي د خاوند او مېرمني تر منځ پر یوې خبري لفظي شخړه رامنځته شول.
خاوند په غوسه شو، پر مېرمني یې د لکړي څو ګذارونه وکړل.
د الله اراده او د تقدیر فیصله وه.
ښځه ناڅاپه په سر ولګېدل او مړه شوه.

سړی حیران شو چي دا څه را پېښ شول، او د خپلي ښځي د کورنۍ له شر او دعوې څخه هم ډارېدی.
په دې فکر کي شو چي څنګه د خلاصون یوه لار پیداکړي؟

بلآخره سړی له کوره ووتی، د کلي له یو چالاک او مکار سړي سره مخ شو.
سړي ته یې ټول ووایه.
او د مرستي غوښتنه یې ترې وکړل، ویل:
“د خلاصون او نجات یوه لاار راوښایه!”

مکار سړي ورته وویل: دا اسانه خبره ده!
ورشه، یو ښکلی او ښائسته ځوان پیدا کړه او کورته یې د مېلمستیا په پلمه دعوت کړه.
کله چي ځوان درسره ولاړ بیا یې ووژنه او جسد یې د خپلي مېرمني په څنګ کي کېږده.
کله چي دي خُسرګنی راغله او د خپلي لور د وژل کېدو په اړه یې پوښتنه درڅخه کول، ته ورته ووایه: “ستاسي لورمي له دغه ځوان سره پر زناء ونیول.
ما هم له ډېر قهر او غوسې څخه دا حالت ونه شو زغملی، په دواړو مي ګذارونه وکړل او دواړه ووژل شوه.

سړي چي کله د مکار او چل بازه سړي مشوره او حیله واورېدل.
خوښه یې شول او ولاړ د خپل کور مخته په دې تمه ودرېدی، که کوم ښکلی ځوان په مخه ورشي.

ګړی وروسته د کوڅې په سر کي یو ښکلی ځوان را روان ؤ.
ځوان چي راغی سړي دعوت ورکړ ویل نن به زما سره مېلمه کېږې.
ځوان ویل: نه!
زه په خپل کار پسې ځم.
د سړي له ډېر ټینګار وروسته ځوان له نوموړي سره کورته ولاړ.
ځوان کورته په ننوتو سره خپل مقتل ته ننوتی، او د سړي لخوا پرې مرګوني وارونه وشول.

سړي د ځوان مړ جسد د خپلي مېرمني له جسد سر کېښود.
کله چي د ښځي قریبان راغلل سړي ټول جریان ورته ووایه او د ځوان مړ جسد ته یې ګوته ونیول.
د ښځي قریبانو له شرم او خجالته هیڅ ونه ویل.

کله چي شپه تیاره شوه، د ښځي کورنۍ د خپلي وژل شوي ښځي، جسد له ځان سره واخیست او په یوې هدیره کي یې په یو ګمنان قبر کي ښخ کړ.

خو؛
مکار او جلبازه سړی له یو مصیبت سره مخ شو، او د خپل چل او مکر په دام کي راګیر شو.
هغه داسي چي؛
د سړي ځوان بچی سهار له کوره وتلی ؤ، بیا کورته نه ؤ راغلی.
سړی ټوله شپه وکړېدی او د ځوان زوی راتلو ته یې شپه سهار کړل.
خو زوی یې رانه غی.

کله چي سهار شو سړی د مېرمني د قاتل د کور پر لوري روان شو.
کله یې چي د کور دروازه ور وټکول، د مېرمني قاتل دروازه ورته خلاصه کړل.

د ځوان پلار وویل:
ایا کولای شم، د هغه ځوان جسد وګورم کوم چي تا وژلی دی؟
سړي ویل: هو!
پلار یې د ځوان جسد ته ودروی، کله چي د سړي سترګي پر خپل زوی ولګېدلې یوه لویه کړیکه یې له خولې څخه ووتل.
او دا کلمات یې وویل:
– څوک چي د بغاوت توره چلوي لومړی به دی پرې وژل کېږي.
– څوک چي خپل ورور ته کوهي کیندي، لومړی به دی پکي لوېږي.
– او څوک چي د نورو بې ستري غواړي، خپله کورنۍ به یې بې ستره کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

څومره ښه د پند خبره په ګوتو دې برکت شه