غزل؛ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

پر آسماني کمیس دې سپینه ستاره ووهه
مسته مطربه شه د سولې نغاره ووهه

له جنګه ستړي په غورځنګ او په څپو راوله
ته هم دوره ورسره ورو په کناره ووهه

ژڼي را پاڅوه په یوه ټپه اتڼ ته د ژوند
د یاقربان او یکه زار مسته ناره ووهه

چې په وطن کې یې ډولۍ واخلو د امن په ورځ
پر ټټر سره ځونډي د ناوې آواره ووهه

ها پر سپوږمۍ باندې مین ستوری په یاد خو دې دی
هغه ته زنګ تېر کړه د زیري شُماره ووهه

کړه مرور سره پخلا خو چې بیا نه شي جدا
ورکړه قسم دوی په آځره سیپاره ووهه

پاس په هوا یې کړه د جشنِ استقلال په شېبه
نقش د غازي امان پر هره غباره ووهه

د خیال پَري مې، د کاروان دا د دردونو تصویر
آن په طواف کې د حرم پر مناره ووهه

۲۹ سرطان ۱۳۹۸

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د