امریکايي ماډلې د پخواني دفاع وزیر «رحیم وردګ» زوی په جنسي تېري تورن کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): یوې امریکایي ماډلې «سارا ګولډن» د کابل حکومت د دفاع وزارت د پخواني وزیر «رحیم وردګ» زوی «حامد وردګ» په جنسي تېري تورن کړی.

ساران ګولډن ادعا کړې، چې حامد ورباندې تېر کال جولای میاشت کې د امریکا په میامي ایالت کې ورباندې جنسي تېری کړي.

نوموړې وویل « حامد عیاش او بډای ځوان دی، هغه به هر وخت ما ته تحفې اخستې، پیسې د اوبو په څېر مصرفوي او د پیسو په مټ غواړي هر څوک تر خپل اثر لاندې راولي».

د ګولډن په قول، دا مهال يې د حامد په وړاندې دوسیه پرانستې او غواړي خپل شکایت د قاضي تر غوږو ورسوي.

بل لور ته حامد چې دا مهال د یوه امریکایي پوهنتون محصل دی، دا ادعاوې رد کړې  او په خبره، یې سارا د نوموړي د شتمنۍ له امله غواړي بې اساسه دوسیې ورپسې پرانېزي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

وگوری درحيم وردگ جفا له تير جهاد سره دده خيانت بيا يي د دویم اشغال سره دده همكاري او د خپل مظلومو وطن والو په وبنو سره لأسونه د پردیو د گټی لپاره الله ج يي داسي ذليلوي دا يي دنيوي برخه ده إنشاءالله چی د أخرت لپاره يي زانونه له إيمانه هم تيار سر له اوسنه خلاص كړ‎ی آؤ بيا همدغه بي دينه او بي غيرته خلك د جهاد په نامه د امتيازاتو غوښتو نکی هم دي

غوربندي
میلمه
غوربندي

مشر زوی يې هم د کليمزيانو په ناموس بورڼېده،،،

جميل
میلمه
جميل

پلار به يی څومره خوشحاله وی چی دا وياړ په ټولو کی د د زوی ور وګاټه چی د موډلی سره زنا وکړی او په ميډيا کی يی زوی په زبر زنا کولو مشهوره شی او نور هم د امريکايانو د اعتبار وړ وګرځی .
په اولاد کی به خامخا د پلار عادتونه وی .
پدی بی همتو غلامانو کی به ډير ژر نورهم ځانونه او اولادونه فاحش او زناکاره وښيی .