
ډیره اسماعیل خان کې پر پوستې برید ۶ پولیس وژلي
ډیره اسماعیل خان کې پر پوستې برید ۶ پولیس وژلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د خیبرپښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان سیمه کې
د پولیسو پوستې برید کې ۶ پولیس وژل شوي دي.
د ډیره اسماعیل خان د پولیسو مشر اسوشیټډپریس خبري اژانس ته ویلي چې لومړی پر یوې پوستې وسله وال برید وشو او وروسته چې کله ټپیان روغتون ته ولېږدول شول نو بیا سرتیری بمي برید وشو.
هغه ویلي چې په دغه دوه بریدونو کې ۶ پولیس او درې ملکي وګړي وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د ډیره اسماعیل خان د عدلي طب مسوولینو ویلي چې سرتیری برید یوې ښځې کړی دی.
پاکستاني طالبانو د برید مسوولیت بر غاړه اخیستی دی.
يا ربه شكر
الحمد لله
اللهم لك الحمد و لك الشكر
د انكريز زامن د دوزخ به لاره