د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر خوشې شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي ته د استیناف محکمې له خوا برائت ورکړل شو.

نوموړی د میلیونونه افغانیو په فساد او غیرقانوني ګمارنو تورن و چې تېر کال د دلوې په میاشت کې ابتدائیه محکمې مجرم وپېژندلو او په درې کاله بند یې محکوم کړ.

هغه د حمل د میاشتې په ۱۹مه د کابل پوهنتون څخه ونیول شو او زندان ته ولېږل شو.

خو نوموړي د خپل بند خلاف استیناف وکړ او نن محکمې د هغه خلاف شواهد پوره ونه ګڼل او برائت یې ورکړ.

وحیدي ادعا کوله چې د نوموړي محاکمه کیدل او پر ده د فساد تورونه سیاسي دي او هغه کوم جرم نه دی کړی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

په دې د چور، غلاوو، عام وژنو او خيانتونو په دموکراسي کي له اسلامپالو، هيواد دوستو او بې ګناهانو پرته بياکوم مجرم ته سزا ورکړه سوې ده؟
تر دغه مجرم غټ غټ مجرمين په دې بلواکي نظام کي سرې سترګي او ښاغلي ګرځي ، خو ټول کړاوونه، خوارۍ، بندونه، مرګ ژوبلي، د کورونو ورانۍ او ډول ډول ويرونه د ولس په برخه دي . الله دي دا ولسي ضد پردی پال او شوم نظام هر څه ژر وپرځوي.