شعـــــرونه

درد؛ مدثر همراز

مدثر همراز

په وصال او په هجران کې دې اشنا درد
را کوې په هر حالت کې خامخا درد

زه برزخ ته نه ځم سیده ځم جنت ته
ما لیدلې په دنیا کې د ګنا درد

په خپل ځان، ملګرو پاتې نشو ویر ته
مونږ ونه لیده د اوښکو د ژړا درد

د ژړا په درد د زړه اوږې شي سپکې
بار تر عمره پاتې کیږي د خندا درد

دا متل دې چې له درده زګیروی خیږي
دا چې ژاړم په زړه وړم یوه دنیا درد

زه بښمه دې خو مخ ته مې را نه شې
په لیدو دې را رسیږي نا روا درد

ټول دردیږو خو احساس چا سره نشته
ای همرازه چا دوا نه کړ د چا درد

مدثر همراز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x