د ابراهیم ځدران په زړه پورې سلیزې افغان الف لوبډلې ته بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان الف لوبډلې د بنګلدیش الف لوبډلې ته په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د ابراهیم ځدران په زړه پورې سلیزې سره ماتې ورکړه.

ابراهیم ځدران، کریم جنت، فضل نیازی او شرف الدین اشرف په یاده لوبه کې له ځلیدونکو لوبغاړو څخه وو چې ځدران په زړه پورې سلیزه (۱۲۷ منډې) کریم ۳ ویکټې او ۲۴ منډې، فضل نیازي ۳ ویکټې او شرف الدین اشرف په وروستۍ شېبو کې چټکې ۳۶ منډې جوړې کړې چې په بریا کې یې ځانګړی رول درلود.

په ننۍ سیالۍ کې بنګلدیش لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۷۸ منډې هدف وټاکه، د افغان لوبډلې لخوا کریم جنت او فضل نیازي ۳-۳، سید شیرزاد او شرف الدین ۱-۱ ویکټه واخیسته.

په ځواب کې ابراهیم ځدران او رحمان الله ګربز پېل وکړ خو ګربز خپله ویکټه د ۲۱ منډو په جوړولو له لاسه ورکړه، ابراهیم ځدران تر وروستیو شېبو ودرید او سلیزه یې بشپړه کړه  ، نوموړي په ۱۴۹ توپونو د ۷ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۱۲۷ منډې جوړې کړې. نوموړی له رحمان الله ګربز وروسته دویم لوبغاړی شو چې په یادو سیالیو کې سلیزه وهي.

همدا راز په وروستیو شېبو کې شرف الدین اشرف په ۱۷ توپونو د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۳۶ منډې جوړې کړې، ورسره فضل نیازي په ۸ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې چې د ۴ ویکټو په توپیر یې په وروستي اور کې بریا خپله کړه.

ابراهیم ځدران په سلیزه وهلو د یادې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د یادونې ده چې په ټیسټ یا څلور ورځني سیریز کې له بریا وروسته افغان لوبډلې په لومړۍ او دویمې یو ورځنۍ لوبه کې بنګلدیش الف لوبډلې ته پرلپسې ماتې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د