راشد خان: راتلونکی هدف مو د شل اوریزو نړیوال جام ته بشپړ چمتو والی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغان ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي راشد خان په انګلستان کې د یوې مرکې پرمهال ویلي دي چې د لوبډلمشر په حیث یې راتلونکی هدف د «۲۰۲۰م« شل اوریزو نړیوال جام دی.

راشد خان اوسمهال انګلستان کې د ویټالټې بلاسټ سیالیو په موخه تللی خو «کرېک انفو» سره یې د یورو شل اوریزو لیګ بولۍ پرمهال په مرکه کې د یو شمېر پوښتنو ځوبونه ویلي دي.

راشد خان د یوې پوښتنې په ځواب کې چې څرنګه به له راتلونکو ځوان لوبغاړو څخه لوبډله کې کار اخلي وویل؛ لومړی د یوه ځوان لوبغاړي لپاره په کار دي تر څو ملي لوبډلې ته تر راتلو وړاندې پر خپل بدن کار وکړي او ځان بشپړ فټ وساتي، دویم باید ځوان لوبغاړی په خپلو مهارتونو بشپړ کار وکړي او په خپل ځان پوره باور ولري.

د افغانستان ملي لوبډلې مشر ۲۰ کلن راشد خان وایي چې که څه هم د پنځوس اوریزو نړیوال جام ته چمتو والی یې هم یو له سترو هدفونو څخه دی خو اوسمهال یې ټوله توجه پر شل اوریزو نړیوال جام ده چې په ۲۰۲۰م کال کې په استرالیا کې ترسره کیږي.

نوموړي د ۲۰۱۹م نړیوال جام ته په اشاره وویل چې یو شمېر لوبغاړي له روغتیایي او فیټنس ستونزو سره مخ وو، «که چیرې لوبغاړی غواړي په راتلونکي کې د خپل هېواد لپاره ولوبیږي باید ځان بشپړ فټ وساتي او هدف ته له تلو وړاندې بشپړ چمتو والی ولري».

افغان لوبډلې په تېر یو نیم کال کې تر دې دمه دوه ټیسټ سیالۍ ترسره کړي، چې د هند پر وړاندې یې ماتې او د ایرلینډ پر وړاندې یې بریا خپله کړې ده، د راشد خان په وینا چې اصلي کرېکټ د ټيسټ لوبه ده، په دې سره لوبغاړی په هر ډګر کې ازمویل کیږي او له همدې ځایه کولای شو په محدودو اورونو لوبو کې وړتیا وښایي، د نوموړي په وینا چې افغان لوبډله غواړي له سترو لوبډلو سره ډیری ټيسټ لوبې ترسره کړي.

په یاده مرکه کې راشد خان د خپلې خوښې دوه لوبغالي هم یاد کړل چې یو د انګلستان تاریخي لوبغالی «لارډز» او بل د استرالیا هېواد مشهور لوبغالی «اډلیډ» دی، نوموړي وویل چې په یادو لوبغالو کې له هر ډوله لوبې خوند اخلي خو هیله لري په دې کې ټيسټ لوبې ترسره کړي.

د یادونې ده چې راشد خان تېره اوونۍ په کرېکټ بورډ کې له یو شمېر ستونزو او ناندرو وروسته د ملي لوبډلې په هر فارمیټ کې نوی لوبډلمشر وټاکل شو، د نوموړي لومړی سفر به د بنګلدیش پر وړاندې له ټیسټ لوبې پېل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د