افغانستان

پکتيا: د زرمت د اربکيانو قومندان په چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د اربکيانو عمومي قومندان په يوې چاودنې کې وژل شوی دی.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي رسنيو ته ويلي دي چې د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د اربکيانو مشر قومندان عزيز احمد نن له غرمې وروسته د پکتيا د حوزوي روغتون او پوهنتون ترمنځ سيمه کې وژل شوی دی.

بل لور ته د پکتيا د حوزوي روغتون مشر هم رسنيو ته ويلي دي چې د پيښې له ځايه ورته يو مړی او شپږ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

تر اوسه ددې چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x