له تښتولو وروسته وژل شوې مهسا

د مهسا قاتلین په ۳۰ کاله بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د کابل د استیناف محکمې نن د مهسا تښتونکي او قاتلین په اوږد بند محکوم کړل.

د مهسا د قتل په تور نیول شوي سجاد آغا او روح الله محاکمه نن علني وشوه چې محکمې هغوی مجرم وپېژندل او په ۳۰-۳۰ کاله بند یې محکوم کړل.

د کابل استیناف محکمې قضایي هیئت نن ویل چې عدلي طب د روح الله او سجاد اغا عمر تر ۲۰ کلونو ټیټ ثابت کړی دی او له همدې کبله د هغوی د اعدام حکم بند ته ښکته شوی دی.

خو د مهسا پلار ویلي چې د استیناف محکمې حکم نه مني او د خپلې لور قصاص غواړي.

تر دې وړاندې د کابل ابتدایي محکمې هم د مهسا قاتلان په ۳۰ کاله تنفیذي حبس محکوم کړي وو.

د مهسا قاتلینو تیر کال د کب د میاشتې په ۱۹مه هغه د کابل ښار د یولسمې حوزې له مربوطاتو څخه وتښتوله او بیا یې و وژله.

د شپږکلنې مهسا قتل په ټولنیزو رسنیو کې خورا زیات غبرګونونه راوپارول او د قاتلینو د اعدام غوښتنه یې وکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د کابل غلامه اداره وایی چه اسلامی جمهوریت او په اساسی قانون کی یی کومه ماده لیکلی چه د دی قانون هره ماده د اسلامی اصولو سره په ټکر کی وی هغه ماده د منلو وړ نه ده . همدغه ماده یی د اسلامی قوانینو سره په تکر کی ده دا د امریکا او اروبا د دموکراسی په قوانینو کی ده اسلام د هلکانو او نجونو عمر ( ؟ ) ټَاکلی ، که بالغ وی دا او که صغیر وی دا شرایط پری تطبقیږی امریکا او او اروبا کی د بلوغیت عمر ( ۱۸ ) کاله دی دوی وی چه… نور لوستل »