afghanan

غزل؛ چنار ټکور

چنار ټکور

چې په زخمي زخمي ټټر دي تور لونګ کېږدمه
بیابه په خپل پښتانه سر پګړۍ دننګ کېږدمه

اندام اندام ځواني دیار کوزي هواري ته وړم
یو پل په ګاره بل په غاړه دګړنګ کېږدمه

غاړو دلارو ته کمین لکه امېل ونیسو
دیوه خړ کمره پنا ته مي خپل څنګ کېږدمه

دغرني بوټو تڼۍ چې مي ور وتړمه
په خپلو ولیو الله هو لاس دملنګ کېږدمه

چې دي په سر باندي ټکری دازادۍ هوارکړم
هله به تور ملخی ټوپک کور کې دجنګ کېږدمه

ټکوره ګوره زما مینه پښتنه ده کنه؟
دمیني شمعي ته مي سر لکه پتنګ کېږدمه

چنار ټکور

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د