لوبڅار منلې چې د نړیوال جام پایلوبه کې یې نا انصافي کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د نړیوال جام پایلوبې لوبڅار کمار دهرمسینا ویلي دي چې په پایلوبه کې یې د پنځو پرځای شپږ منډې ورکول نا انصافي وه.

د ۲۰۱۹م نړیوال جام پایلوبه اوونۍ وړاندې پای ته رسیدلې او د کرېکټ نړیوالې شوار د قانون له مخې انګلستان د یاد جام ګټونکی اعلان شوی و.

سریلنکایی لوبڅار کمار دهرمسینا چې د نړیوال جام پایلوبه کې یې د لوبڅارۍ دنده ترسره کوله په وروستۍ شېبو کې پر توپوهونکی لګېدلی توپ چې څلوریزې ته تللی و شپږ منډې ورکړې وې.

د نړیوال جام پایلوبې په وروستي اور کې انګلستان لوبډلې ته د ۱۵ منډو اړتیا وه، په دغې اور کې د نیوزیلند لوبغاړي مارټن ګپټل ترو وکړه چې کیپر ته د رسیدو سره سم ناپامۍ کې پر توپوهونکي ولګېده او توپ د څلوریزې پرمخ ولاړ.

Image result for kumar dharmasena

دغه مهال لوبڅار د توپوهونکي په ګټه د پنځو پرځای شپږ منډې ورکړې چې همدغه یوه منډه په پای کې د نړیوال جام ګټلو سبب شوه.

کمار دهرمسینا د سنډی ټایمز سره د خبرو پرمهال وویل چې «په لوبغالي کې دوی ته د ریپلی یا بیا وارې ښودلو سیستم نه وي لګېدلی چې دومره حساسې شیبې وڅاري، خو هغه مهال ما درک کړه چې توپوهونکي منډې بشپړې کړي نو ځکه مې شپږ منډې ورکړې، خو د خپلې تیروتنې احساس راته په تلویزون د ریپلی کتلو څخه وروسته وشو.

نوموړی زیاتوي چې کومې اسانتیاوې په ډګر کې لوبڅار ته ورکړل شوي د هغې له مخې پر خپله کړنه پښیمانه نه یم، او د کرېکټ نړیوالې شورا هم زما پریکړه ستایلې وه.

Image result for kumar dharmasena espncricinfo

۴۸ کلن سریلانکایی لوبڅار وایي چې نوموړي دغه پریکړه یوازې نه بلکې د خپل دویم موجود لوبڅار ملګري سره له مشورې وروسته وکړه چې په عین وخت کې سمه پریکړه وه.

په نړیواله کچه د کمار دهرمسینا دغه پریکړه په پراخ ډول وغندل شوه، آن چې پخواني مشهور لوبڅار سایمن ټافل هم ویلي وو چې د پنځو پر ځای د شپږو منډو ورکولو پریکړه د ۱۹.۸ کرېکټ مادې له مخې ناسمه وه.

د نیوزیلند او انګلستان لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام پای په متنازع ډول وشو چې آن ګټونکی لوبډلمشر ایون مورګن هم پر دغه پریکړه ناخوښ و، نوموړي ویلي چې په ناسمه پریکړه د نړیوال جام ګټونکی شو چې دی پرې ناخوښ دی.

د نړیوال جام پایلوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ له ۵۰-۵۰ اورونو وروسته مساوي شوه، وروسته د پریکړې لپاره سوپر اور ترسره شو چې هغه هم مساوي شو خو د کرېکټ نړیوالې شوار انګلستان لوبډله په دې ګټونکې اعلان کړه چې په یاده لوبه کې یې زیاتې څلوریزې وهلې وې.

یاده دې وي چې د نړیوالې شورا پر دغه اصولو خپله نړیوال جام ګټونکی ایون مورګن او بین سټوکس چې د انګلستان لپاره اتل ثابت شوی و د یادې پریکړې په اړه ناخوښ وو او له نړیوالې شورا یې د اصولو بدلولو غوښتنه وکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د