افغانستان کې يو امريکايي عسکر وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): امريکايي ځواکونه وايي چې د دوی يو عسکر په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د امريکا د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د جيمز راين په نامه ياد عسکر د جولايي په ۲۰ مه نېټه په افغانستان کې وژل شوی دی، خو د نوموړي د وژل کېدو دقيق موقعيت يې نه دی په ډاګه کړی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې جيمز راين چې د امريکا په پوځ کې يې د خورد ضابط په توګه دنده ترسره کوله ۴۰ کاله عمر يې درلود او ډيری کلونه يې د امريکا په پوځ کې تير کړي وو او د دفاع وزارت له لوري ورته ګڼ شمير مډالونه ورکړل شوي وو.

بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې په غزني ولایت کې يې دوه لوړ پوړي امريکايي عسکر په جګړه کې وژلي دي.

که څه هم طالبان او ازادې خبري سرچينې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو مرګ ژوبله زياته ښيي خو د امريکا دفاع وزارت وايي چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې په افغانستان کې ۲۴۳۰ امريکايي عسکر وژل شوي دي.

د امريکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د تیرې ورځې وژل شوی امريکايي عسکر په روان کال کې يوولسم عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

هغه به هم څه تصادقی وژل شوی وي. طالبان خو صرف افغانان وژنی دا څنګه؟ کال کی یو امریکایی وژل کیږی او په هفتی کی په سلګونو افغانان ماشاالله پدی ج#د.