دیني، سیرت او تاریخ

تقلید (معنی او مفهوم، اقسام او احکام او د مذهب بدلول)

مولانا عبدالصبور

۱. د تقلید معنی او مفهوم:

تقلید په لغوي اعتبار له دليل پرته د بل چا قول منلو ته ويل کيږي، او په عامه اصطلاح کې په هغه مسائلو کې چې دلائل يې متعارض وي او څوک پخپله پکې د ترجیح قوت نلري (نه پوهيږي چې کوم دليل قوي دی) او يا هغه مسائل چې په قرآن او سنتو کې په صراحت سره نه وي ذکر شوي (اجتهاد کولو ته اړتيا ولري) نو د بل (عالم، مجتهد يا مفتي) پيروي کولو ته وايي.

۲. د تقليد حکم:

د قرآن او حديثو په مقابل کې د يو چا تقليد کول ناروا دی، يعنې کومه مسئله چې قرآن او سنت کې په صراحت سره بيان شوي وي د هغې منل فرض او د بل چا قول پسې تلل ناروا دي.

۳. د تقلید احکام:

مسلمانان په ټوله کې د پوهې او علم په کچه سره توپير لري، يوه ډله هغه خلک دي چې هغوی د کامل اجتهاد تر پولې رسيدلي دي، دويمه ډله بیا هغه دي چې د پوره اجتهاد درجې ته ندي رسيدلي خو پر استدلال قادر دي، دريمه ډله بیا هغه دي چې ديني علوم يې کړي خو په استدلال قادر ندي او څلورمه ډله هغه عام مسلمانان دي چې منظمې ديني زده کړې يې ندي کړي. د دوی پورته ډلو اړوند د حکم تفصيل په لاندې توګه دی:

د لومړۍ ډلې (هغه چې د اجتهاد تر پولې رسيدلي) خلکو ته روا ندي تر څو د چا تقليد وکړي.

دويمه ډله (چې پر استدلال قادر دي) اړوند ځينې علماء وايي چې تقليد کول ورته ناروا دي خو ځینې نور يې بیا روا بولي. ځينې علماء بیا ددوی په اړه وايي چې که د تحقيق او څيړنې فرصت لري نو باید څيړنه دې وکړي او که فرصت نلري نو عندالضرورة تقليد کول هم ورته روا دي.

د دريمې او څلورمې ډلې خلکو اړوند علماء وايي چې دوی بايد حتمي تقليد وکړي، ځکه چې له تقليد پرته بله چاره نلري، د هغه چا تقليد به کوي چې اعتماد يې پرې راشي.

تقلید ته علی الاطلاق شرک ویل سمه خبره نده، تقلید هغه وخت شرک ګرځي چې چا ته د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم درجه او مرتبه ورکول شي، له الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پرته بل شخص حقیقي آمر، ناهي او شارع وګڼل شي، د هغه هر حکم، پریکړه او فیصله د قران او حدیث غوندې وګڼل شي، نو دغه شان تقلید بیا ناروا دی.

که تقلید پدې معنا وي چې هغه له ما ښه پوهېږي نو ځکه زه د هغه په خبره اعتماد کوم، هغه ماته د الله او رسول خبره کوي زه یې منم، که کله ماته ثابته شي چې د چا خبره د کتاب او سنت سره په ټکر کې ده نو بیا د هغې د خبرې پروا نه ساتم بلکې يواځې د کتاب او سنت اتباع کوم، د هغه كس خبره نه منم نو دغه شان تقلید شرک نه بلکې روا دی.

۳. د مذهب بدلو (انتقال):

دويمه مسله له یو مذهب نه بل ته د انتقال مسله ده ، د هغې جواب دادی چې که له یو مذهب نه بل ته اوړیدل د مادي او مالي ګټو لپاره یا د نفس خواهش وي، دیني مصلحت ورسره نه وي تړلی، نو دغه شان انتقال حرام او نا روا دی، خو که انتقال د څیړنې او تحقیق نه ورورسته په راجح باندې د عمل کولو لپاره وي، دنیاوي غرض او هدف ورسره تړلی نه وي، بلکې هدف دالله رضاء وي بیا درست بلکې محمود دی.

خو هر تقلید کونکي ته چې کله د الله او رسول حکم معلوم او ثابت شي هغې ته به رجوع کوي او له تقلیده به راګرځي.

پدې هکله:

نبي علیه السلام فرمایي: لا طاعة لمخلوق في معصیة الخالق!
امام ابوحنيفه (رح) هم ويلي: اذا صح الحدیث فهو مذهبي!

د امام تقلید دې لپاره نه دی چې مسلمان له قرآن او حدیث نه لرې شي او د چا شخصي بندګان جوړ شي، بلکې د علماوو تقلید د دې لپاره دی چې مسلمان ته قران او سنت باندې عمل کول اسانه وګرځي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
20 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میلمه

عجب خلګ یو، ته وايي چي د یوڅه روا او ناروا باید په آیت یا حدیث ثابت وي، دلته خو کوم آیت یا حدیث تا د تقلید د جواز لپاره نه ده ذکر کړی. که زه واقعي مومن شم او له الله ج او د هغه له رسول څخه وویریږم او طاعت يي واجب وګڼم، نو بیا څنګه تقلید وکړم چي دلیل يي نشته. او بله دا خبره په کوم حدیث یا آیت کي شته چي له مذهبه اوښتل ګناه لري، او کوم نس د دي د جواز لپاره شتون لري.

حکیم الامت

علیکم بالجماعة حدیث ته ورشه من شذ شذ في النار هم وګوره له اجماع وتل او نن سبا د مسلمانانو اجماع او اتفاق په همدغو مذاهبو راغلی

الحاج استاذ بیانزی

زه عبدالصبور مولوی صاحب ته د زړه له کوم درناوی لرم ، د هغه علم ، عقیدی او ډیرو کړنو ته درناوی لرم دا چه د دوی حزب اشغال سره جهاد نه کوی د تایید معنی لری ، مولوی صاحب او جمعیت اصلاح ټول د جهاد له حکم سرغړونه او ګناه کبیره ده او که دی کار ته تاویل لټوی کفر دی د قران له ایت حتی که منسوخ ایت م وی انکار کول کفر دی.
اصل موضع : په قران کی عمومی اصول بیان شوی ، بیا احدیثو کی د نورو هغه فرعی مصلو ذکر او تفسیز شوی چه د حضرت محمد په ژوند کی ترسره شوی، مګر هغه پوهیدلو چه ځینی مسایل به وروسته وروسته رامنځته کیږی که په قران او احادیثو کی یی یادونه نه وی شوی نو د راتلونکی زمانی مجتهدو علماوو ته [ چه د اجتهاد تر کچی یی اسلامی پوهه ترلاسه کړی، متقی او با استعداده او داسی نور ښه معیارونه ولری ] یی دغه دنده پریښی چه د قران او احادیثو په رڼا او د هغه زمانی د شرایطو له مخی د مسلمانانو د پاره د مسلو حل راوباسی .
دا چه د هغوی په فتواوو به عمل کوی مناسبه خبره ده ثواب لری مګر که څوک پری عمل ونه کړی ګناه به ډیره نه لری ځکه د قران او احادیثو مخالفت نه دی یو نفلی کړنه ده .
په یو مذهب دریدل او نه دریدل فکر نه کوم اړینه وی نه د دی خبری ذکر قران کی ، نه احادیثو کی او نه د هغه مجتهدینو په کتابو کی شوی چه زما پیروان دی خامخا زما خبره مختصه ومنی حتی که لیکلی یی هم وی هغه نه خدای او نه پیغمبر دی د هغه خبره نه ایت او نه حدیث دی ولی یی د ګناه تر کچی ورسوو حتی زه وایم یو مذهب ته وابستګی ناسمه کار دی مونږ هر مذهب ته باید درناوی ولرو مګر د مجتهدینو د فتوو ارزونه وکړو هره یوه چه د شرایطو له مخی راته سمه ښکاره شی په هماغه باید عمل وکړو.
دا چه مولوی صاحب فرمایلی چه له یوه مذهب څخه بل مذهب ته تلل ، که مادی بڼه ولری ناروا ډی زه ورسره توافق نه لرم ، اصلا مذهب لیاری یا نظرییی ته وایی د مذهب څخه دین جوړول ناروا دی کیدی شی چه زه یوه فتوی د یو او بله فتوی د بل مجتهد خوښه کړم هره یوه فتوی چه ماته زیاته منطقی معلومیږی هماغه خوښوم په دی شرط چه هغه شخص مجتهد تیر شوی وی او فتوی منطقی وی زه پری عمل کوم اسلام ماته د دی عمل کولو جواز راکړی.
بله مهمه خبره دا ده جه مونږ باید یوآځی هماغه څلورو امامانو پوری هر څه ونه تړوی د هری زمانی مجتهدین د هماغه زمانی د شرایطو له مخی فتوی او فیصلی کولای شی د مثال په ډول د یوویشتمی پیړی انسانان د شلمی او دویشتمی پیړیو سره توپیر لری علما یی هم توپیر لری شرایط یی هم توپیر لری زه څرنګه د دریمی یا څلورمی پیړی د مجتهد په فتواوو تکیه وکړم او ولی یی وکړم کوم حدیث شتون لری چه یواځی او یواځی هماغه څلورو یا پنځو امامانو پیروی وکړو او نور نه ، که داسی وکړو بیا خو د اجتهاد مخه ونیول شوه .
مولوی صاحب دا خبره چه دا روا او ناروا ده که روا او ناروا د سمی او ناسمه په معنی وی بیا سمه ده مګر که روا او ناروا د حرام او حلال په معنی وی ، حرام او حلال له قران غیره ناروا کار دی . دالوی بحث دی په دی اړه همدومره بسنه کوی مننه

حکیم الامت

دا څومره اصول چې جوړ شوي دا ټول د خیرالقرون د علماؤ دي که دا فقه ده که علم حدیث او که علم تفسیر نن سبا موږ هم هغه اصول تفسیر منو کوم چې زرکاله مخکې جوړ هغه فقه منو چې اصول یې ۱۳ سوه کاله مخکې جوړ هغه احادیث منو چې مصطلحات یې ۱۲ سوه کاله مخکې جوړ نو که دا اوس وي یا زرګونه کلونه وروسته موږ به هم هغه اصول منو کوم چې خیرالقرون کې وضع او جوړ شوي…هیڅوک له هغو کوږ نه شي تلی ځکه نن سبا د اجتهاد قوت چا کې نشته د نړۍ ټول علماء که راټول شي د یو امام بخاري ځای نه شي نیولی نن سبا یو فقیه نشته د تقي عثماني په څېر کس مجبور دی چې وایي زه په علم فقه علم حدیث علم تفسیر کې د ټولو سلفو پر نسبت یو فیصد علم هم نلرم….هغه داسې علماء وو چې د هغوی یو کتاب ته د نن سبا ټول علماء ځواب نه شي ورکولی…نو مذهب نه خروج دا اصل کې له دین نه خروج دی ځکه مذهب موږ ته بل دین نه ښيي بلکې موږ همدا دین تشریح توضیح او تشریح کړی… ته همدا مذاهب پرېږده د ټولې نړۍ علماء راټول کړه د یو آیت ژباړه او یو حدیث منلو یا رد کې به سره سرونه وخوري….

اجمل

بیانزی صیب: داسی کوم حدیث شته چی ووایی د خپلو مقصد رسیدو لپاره په جومات کی هم انتحاری وکړی او د مولوی ریحان په شان کسان پکی ووژنی؟ ځواب راکه او یا که د شلمی پیړی محتهدین او فتوای ورکونکی فرق لری؟

حکیم الامت

د نن آسیا له پاڼې چلوونکو غوښتنه،

ما څو ځلې په اختلافي مسائلو کې داسې لیکنې لوستي چې په نوم د مقلد یا مذهبي خو لکینه یې د مذهب له اصولو خلاف وي لکه د جلالي مخکنۍ لیکنه دارنګه صبور صاحب لیکنه دارنګه ځینې غیرمقلدین هم د تقیه په ډول ظاهراً ځن مقلد ښیي خو بیا تقلید بدناموي…ښاغلی صبور خو مودودي دی دارنګه جلالي هم دوی هم تقلید نه مني د دوی لاره له څلورو مذاهبو دارنګه له اهلحدیثو هم بېله ده دوی بلکل نوی مذهب ایجاد کړی….نو کوم ډول چې دوی تقلید تشریح کړی دا تشریح غلطه ده او د اهلسنت والجماعت د علماؤ له تشریح سره سل په سلو کې ټکر لري….لومړی خو یې د تقلید تعریف غلط کړی بل یې داسې کړنې نه کار اخیستی چې نه یې مکمل تقلید رد کړی او نه یې تائید کړی…که دی مقلد وای باید په دې اړه یې ژور او قوي دلائل لیکلی وای نه دا ډول مذبذب لیکنه…

سنګین

خو واخله ته قوی دلایل ولیکه. په زور خو دچا خوله نه شی بندولئ، لکه دکابل حکومت چی د نن ټکی آسیا بندول غواړي.

حکیم الامت

له خیرالقرون رانیولې بیا تر اوس وخت پورې دارنګه قیامت پورې د نړۍ په سطحه به یو تن پیدا نه شي چې تقلید نه کوی، که دا علم تفسیر وي که علم حدیث وي که علم فقه وي او که نور دیني علوم….تاسو ماته په ټوله نړۍ کې فقط او فقط یو کس وښیئ چې هغه د تقلید له دایرې بهر وي؟؟؟؟ ځکه پرته له تقلید هیڅوک نه شي کولی حتی یو حدیث روایت کړي… مثلاً: یو راوی حدیث روایت کوي وایي دا حدیث فلان راوی له فلان او هغه له فلان دارنګه د راویانو سلسله بیانوي دا د راویانو سلسله کوم آیت او کوم حدیث کې ده؟ د قرآن د هر آیت تفسیر چې امام ابن کثیر یا قرطبي بیان کړی دا د چا اصول دي… بل له ټولو مهم چې دا هر یو ستر مفسر ستر محدث ستر شارح ستر فقیه دا ټول مقلدین دي که له تقلید پرته کار کېدلی شوا نو امام ابن کثیر به شافعي نه ؤ امام نووي به هم شافعي نه ؤ دارنګه امام ابن حجر به شافعي نه ؤ امام محمد امام اقضي ابویوسف امام طحاوی به حنقیان نه ؤ دارنګه تاسو طبقات الفقهاء طبقات المحدثین طبقات المفسرین وګورئ دا ټول علماء د همدغو څلورو مذاهبو مقلدین دي… نو ولې حق پټ کړو او ولې زړه کې کینه بغض او حسد وساتو ولې مذاهبو سره دښمني وکړو که مذاهب بد وي نو بیا دا صحاح سته دارنګه د احادیثو دا نور کتابونه یو هم باید ونه لوستل شي ځکه دا ټول مقلدینو لیکلي دارنګه ټول تفاسیر او نور کتابونه…نو باید موږ مذاهبو کې منحصر ژوند غوره کړو یا حنفي یا شافعي یا بل مذهب خو له مذهب نه خروج دا مو له اسلام بهر کوي ځکه په دې اجماع ده او اجماع نه تېښته یا بهر وتل سخته ګناه ده….ځکه حدیث کې د امر صیغه راغلې: علیکم بالجماعة او دا هم راغلي. من شذ شذ في النار….بل ځای راغلي: فاذا رأیتم اختلافا فعلیکم بالسواد الاعظم او سواد اعظم لله الحمد دا ۱۳ سوه کلونو کې همدا څلور مذاهب د اهلسنتو دي او بیا دوی کې احناف همداسې په اکثریت راروان دي…الحمدلله

مجاهد

تر ټولو ډیره مهمه داده چه اوس د دی کوچنیو کوچنیو خبرو او ثبوتونو وخت نه دی زمونږ کور د نړیوال کفر له خوا اشغال شوی او زمونږ ځينی بی وجدانه یی له ځانو سره ملګری کړی بیلونران کړی یی دی . مونږ او بالخاصه زمونږ صبور صاحب په شان علما باید خلک د اشغال او بی ضمیرو د لیری کولو د پاره مسلمان اولس عمومی باڅون ته راوبولی ، هلته چه د فرض عین جهاد وخت رارسیدلی یو شمیر مجاهدین په مالو ، اولادو او ځآنو قربانی ورکوی او مولوی صاحب د تقلید او مذاهبو غم کی دی د امت غم ورسره نشته . حتی د شرک او کفر تر کچی یی رسوی ، داسی یی وانمود کوی چه په قران او احادیثو کی چه څوک د کوم ځانګړی مذهب قصدا پیروی نه کوی هغه کافر دی . خو زه وایم چه څوک داسی خبری کوی هغه کفر دی مذاهب تر ایت او حدیث وروسته جایګاه لری هغه مسایل چه تی او حدیث کی واضح شوی مذهب د فتوی ورکولو حق نه لری .
امام حنفیه رض فرمایی چه زه ستاسی په شان یو مسلمان یم ، که می فتوی سمه وه ویی منی او که نه په دیوال یی وتپی یعنی هغه مسله کی د بل مجتهد فتوی ته مراجعه وکړی او عمل پری وکړی .
هغه څه چه اوس وخت کی روان دی داسی مثال لری لکه څوک چه د چا په ناموس اخته وی او د هغه ناموس څښتن دغه وخت کی د فتوی په غم کی وی زمونږ هیواد زمونږ ناموس او ساتنه یی په مونږ فرغ ده تر هیواد دمخه مونږ ته په دی هیواد کی د الهی نظام قایمولو د پاره جهاد فرض غین دی مګر مولوی صاحب د هغه ایتو پروا هم نه ساتی چه د چهاد په اړه دی ، د دی د پاره چه خلکب په دعو ګډو وډو اخته کړی بی ګټی او ناوړه مسایل مطرح کوی الله ج دی مونږ ټول اصلاح کړی

حکیم الامت

لږ د خپل مذهب کتابونه وګوره چې تقلید حکم څه دی؟ کله چې ته دا وپیژنې بیا داسې خبرې نه کوې نن سبا همدا کفار تاته داسې خلک تربیه کوي چې وایي دا مقلدین دي ویې وژنه ننګرهار کنړ وغیره کې ولیدل…نو تقلید حکم وپیژنه او له تقلید وتل هم وپیزنه دا معمولي خبره نه ده

اجمل

خلاصه: د کابل ملایان د پنجاب د مشرانو په فتوای واجب القتل دي ځکه چی هغوی جهاد نکوی. ملا بصیر چی هر څومره عالم شی خپل غم د خوری کنه نو د مولوی صیب ریحان په شان به په جومات کی ووژل شی. استاد بیانزی چی له خپلی ګیډی د هر چا د مرګ حکم کوی هغه یی هم د کفر فتوای ورکړی د هغه لیکنه په غور سره وګوري.

حکیم الامت

په ټولنیزه میډیا کې مې د علامه صاحب نورالله احمد لیکنه ډېره خوښه شوه هغه په دې اړوند داسې لیکلي:

د تقلید تعریف او حکم اړوند ښاغلي مولوي عبدالصبور ته یو لنډ ځواب:

ښاغلی عبدالصبور د تقلید تعریف په سر کې وایي (تقلید په لغوي اعتبار له دليل پرته د بل چا قول منلو ته ويل کيږي) حالانکې د تقلید تعریف دا نه دی بل که د هغه په خبره هم لاړ شو نو د دلیل پرته معنا دا نه ده چې مجتهد سره دلیل نشته بلکې هغه سره دلیل شته خو مقلد به ورڅخه د دلیل مطالبه نه کوي ځکه په دلیل خو لومړی هرڅوک پوهیږي نه، بل که هر څه کې مو د دلیل مطالبه پيل کړه نو موږ به داسې ستونزو سره مخ شو چې په دین به یو فیصد عمل کولو ته برابر نه شو او نه دا کار شونی دی ـ خو که هر څه کې له نورو دلیل دلیل وغواړو مثلاً لمونځ به کوو خو لومړی به امام نه دلیل غواړو دارنګه حج روژه زکات وغیره کې،،،یو د مسائلو پوښتنه کول دي او بل هرڅه کې د دلیل مطالبه دا دواړه خپلو کې ډېر فرق لري… نو که خبره د مولوي صاحب شي بیا نو هرڅه کې که خلکو له هغه د دلیل پوښتنه وکړه باور وکړه چې یوه ورځ به دی خپله لمونځ ته مخته نه شي ځکه هرچاته دلیل ورکول د هرچا د توان کار نه دی…دنیوي مثال یې داسې در واخلئ: یو څوک ډاکټر ته ورځي له لومړي سر څخه هغه نه د سند وغیره مطالبه کوي دا کار هیڅوک نه کوي خو د غیرمقلدینو د مذهب مطابق یا د عبدالصبور د لیکنې مطابق به ترې دلیل غواړې یا څوک ننګرهار ته ځي موټر چلوونکي نه لایسنس مطالبه کوي دارنګه څوک مستري ته موټر ورولي هغه نه له مخکې د سند یا تجربې دلیل غواړي، څوک چې الوتکه کې سفر کوي نو لومړی به پيلوټ معاینه کوي بیا ترې سند غواړي او داسې په زرګونو شیان زموږ ټولنه کې جاري او عملي روان دي خو په اعتماد کله چې اعتماد ختم شو بیا یو کور کې زوی او پلار ښځه او مېړه یو ځای ژوند نه شي کولای دارنګه ټولنه کې به داسې ستونزې رامنځته شي چې د ژوند ټوله کارونه به جام او شنډ شي ځکه ته به هرڅه کې له خلکو دلیل غواړې او هغوی به دلیل نه شي بیانولی. نو د مذهب کوم مسائل چې له خیرالقرون را روان دي دا په اعتماد او تواتر راروان دي دې کې څوک د دلیل مطالبه نه کوي….دا نن سبا چې څوک قادیاني شو څوک منکر حدیث شو څوک منکر قرآن شو همدوی له خلکو د دلیل مطالبه کوي همدا وجه ده چې د دلیل په غوښتنه کې داسې ډوب شي چې بیا اسلام ته مخه ښه ووایي او هغه پرېږدي…..نو که یې رالڼده کړم تقلید د اعتماد دویم نوم دی….فافهم وتدبر….

عبدالسلام سلام

کومه لیکنه چې مولوي صاحب کړې بلکل له حقایقو لرې او د تقلید د حقیقت پر ځای یې د تقلید رد کړی… هغه تقلید چې موږ یې کوو بلکل ثابت او په زرګونو علماؤ یې په تائید لیکنې کړي… نن سبا له تقلید پرته هیڅوک نه چلیدی شي او نه به وچلیږي که هر یو علم او میدان وي… هر کس مقلد دی خو موږ د خیرالقرون د ستر امام امام الائمه امام اعظم مقلدین یو او دا نور د شرالقرون د شریرو خلکو…تقلید عین اتباع ده او له تقلید وتل یعنې اجماع نه بهر کېدل دي…بل کوم حدیث چې ځینې خلک یې د امام صاحب له قوله وړاندې کول اذا اصح الحدیث فهو مذهبي بیا وایي د امام صاحب وخت کې مذاهب نه ؤ چې مذهب نهوو بیا دا لفظ ولې ذکر کیږي دارنګه د دې مطلب دا نه دی چې صحیح احادیث یوازې صحیحینو کې دي بلکې صحیح احادیث د امام صاحب په وخت کې هم وو او وروسته هم یعنې ټول صحیح احادیث یوازې هغه نه چې غیرمقلدین یا مودودیان یې بیانوي. او لله الحمد د امام اعظم مذهب په ټولو صحیح احادیثو ولاړ دی…

مولوی احمد

خایستہ خبرے کوی حکیم صاحب خولہ دی دچپولو دہ جزاکم تعالی فی الدارین

masoom afghan

اسلاعلکم زه دې نن ټکی اسیا کارکوونکو ته دا خبر ورکووم چې ستاسو site په نامه facebook acount جوړ شوﺉ غلطه استفاده ترې کوی
خلک ګمرا کوي
تاسو مهربانی وکړۍ
یو وړوکﺉ اعلان جوړ کړۍ او له خپل site څخه یې هر وخت نشر کوۍ
تر څو خلکو ته معلوم شی
چې داسې غلط acount زموژ پورې کوم تړاو نلري څو خلک له ګمراهۍ بچ سي

محمد

دنن ټکی اسیامحترم مشربایددسي موضوعات نکړي نشرچي هغه نیمګړي وي لکه دښاغلي مولاناصبورصاحب دښاغلي لیکوال لیکنه دامت دسترعلماوله تحقیق سره په ټکرکي ده

محمد

دشاغلي بیانزی صاحب لیکنه هم نیمګړی وه بایددغه بحث موږعلماووکراموته ورپریږدو
موږخوساده امیان یوهلاکیږوپه خپلوتعبیرو

مجاهد

محمد صاحب ! د بیان اصلی ازادی چه په اسلام کی شتون لری دموکراسی کی شتون نه لری، که تاسی یا هر بل عالم صاحب اسلامی مسایلو کی بحث کوی باید اسلامی اسناد، او لا انسانی منطقی معقول دلایل وړاندی کړی او د هر چا د بحث موضع جه وی هغه پری رد او یا تایید کړی . منجمد ډول د فلانی او فلانی بحث نیمګړی دی او د نیمګړتیا د پاره یی یو دلیل او یا سند نه وړاندی کوی او یا نه شی وړاندی کولای نو بیا ستاسی دغه تبصره ناسمه ده ، دا هم سمه نه ده چه اسلام د ځینو تش په نامه علماوو د خوښی او یا ناخوښی ښکار شی . د همدی امله ملحدین او منافقین له دی ناوړه استفاده کوی حتی ډیر تش په نامه دینی غلما لکه سیافان او ربانیان هم تری ناوړه استفاده کوی ځانو ته مفسرین ، محدثین او داسی نور وایی مګر له کافره مسلمان او له مسلمانه کافر جوړوی او ……

محمد

محترم مجاهدصاحب دتقلیدبحث خوډیرعمیق دي علماءکرام شته څیړنه به وکړي اوله تاڅخه پښتنه کوم سیپان خورامعلومیږي دباړي متعلق خلګ دي ربانیان نه رامعلومیږي چي داکوم خلګ دي

عصمت الله

بهترین معلومات دی

Back to top button
20
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close