ارګ: د افغانستان په تړاو د پاکستان اوسنۍ پالیسي هیله بښونکې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): ګډ حکومت د پاکستان د لومړي وزیر په غوښتنه اسلام اباد ته د اشرف غني سفر ګټور بولي او په خبره یې، تر دې سفر وروسته د افغانستان په تړاو د پاکستان په پالیسي کې بدلون راغلی.

د حکومت مشر ویاند «صدیق صدیقي» ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې واشنګټن ته د عمران خان سفر به د افغانستان په وړاندې د پاکستان په پالیسي څه اغېز ولري؟ وویل « د افغانستان په تړاو د پاکستان اوسنۍ پالیسي هیله بښونکې ده، د پاکستان لومړی وزیر باور لري چې یو باثباته افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی خو؛ متاسفانه چې په عملي ډول موږ ددې پالیسي مثبتې پایلې لا نه دي تر سترګو شوې».

نوموړي زیاته کړه « تروریزم د دواړو هیوادونو او نړۍ لپاره ستر ګواښ دی او د دواړو لورو تر منځ د باور فضاء د جوړولو لپاره هم اړینه ده څو د تروریزم د ماتولو په برخه کې پیاوړي تعهدات ولرو».

ارګ داسې مهال د پاکستان پالیسي ته سترګې په لار دی، چې ددې هیواد لومړی وزیر «عمران خان» واشنګټن ته په رسمي سفر تللی او تمه ده، هلته له «ټرمپ» سره د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې په تړاو هم خبرې وکړي او د ځینو رسنیو د راپورونو په حواله، ټرمپ به له پاکستان غوښتنه وکړي څو طالبان اوربند ته قانع کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

شک نشته چه عمران خان د نواز شریف ، زرداری او نورو پر تله فاسد انسان نه دی د پاکستانو د پاره د هغوی پرتله د تایید وړ دی مګر په ټوله کی پاکستان له اوله غلام زیږیدلی هیواد دی یعنی چارواکی یی په لندن کی زیږیدلی ، غلامی روزل شوی او غلامان لوی شوی، هلته ورباندی سرمایه ګذاری شوی هر یو یی بیلونر کړی د هغوی زړونه او مغزونه یی له اسلامیت پریمنځلی سکولریستان دی د اسلام په نوم جوړ شوی مګر سیمه کی د دوهم اسراییلو دریز او دنده ترسره کوی ځکه خو یی اتومی وسلو ته هم… نور لوستل »