د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله: د ښځو له ګډون پرته افغان سوله مثبتې پایلې ته نه رسېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله «امنه محمد» چې کابل ته په دوه ورځني سفر راغلي وه، د خپل سفر په وروستۍ ورځ یې په یوه رسنیزه ناسته کې د افغان سولې په پروسه کې د ښځو د غوښنې ونډې په نشتون اندېښنه څرګنده کړې.

امنه محمد وویل « د افغان سولې بهیر په هغه اندازه چې باید همه شموله وای؛ نه دی، په دې بهیر کې د ښځو، د جګړې د قربانیانو او افغان حکومت له شتون پرته افغان سوله په زړه پورې پایلې ته رسېدای نه شيِ»

نوموړې زیاته کړه « هغه کسان چې د سولې په بهیر کې د افغانانو د استازو په حیث ګډون کوي، لومړی باید دا ترې وپوښتل شي چې دوی تر کومه حده د افغانانو استازیتوب کولای شي؟ ځکه ملګري ملتونه یوازې له هغه بهیر ملاتړ کوي چې همه شموله وي او ټول پکې ګډون ولري».

امنې له دې سره، سره پر وخت د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی او په خبره یې، سوله او ټاکنې باید یو بل سره موازي او په یو وخت کې ترسره شي.

ملګري ملتونه داسې مهال د سولې په بهیر کې د ګډ حکومت نشتون ته ځورېږي، چې. د ګډ حکومت مشر تېره ورځ ادعا وکړه یوه اونۍ وروسته به له طالبانو سره مخامخ خبرې پیلوي.

خو طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا د کابل له حکومت سره خبرې رد کړې او حکومت یې د امریکا  او غرب ګوډاګی بللی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

نوم یی په کراچی څه چه کانتینز کی نه ځآیږی ( امنه محمد ) او دا له اسلامهلیری خبری کوی نه له اسلامه او نه له افغانستانه خبره ده. افغانستان یو اسلامی هیواد دی د شځو او نارینه حقوق او موقف د اسلامی اصولو له مخی ټاکل کیږی ، یعنی د کور دننه نوی سلنه دندی لکه د ماشومانو راوړل ، روزل ، لویول ، د کور پاکوالی ، پخلی او داسی نورو کی په فطری ډول ښځی تر نارینه وو مسلکیت لری ، که نوری کړنی هم پریږدو صرف دغه د ماشومانو راوړل او لویول تر ټولو مهمه دنده… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښی چاری. مجاهد ته، دا چه تاسو محترم په خپله تبصره کی لیکلی چه.افغانستان یو اسلامی هیواد دی، نو زما پوښتنه دا ده چه، په اسلامی هیواد کی جهاد بیا څه کوی؟ مدینه منوره،او مکه مکرمه چه یو ځل مسلمانان پکی میشت شول.بیا خو دا مسلمانانو د جهاد اعلان نه دی په کی کړی، هیڅ کوم صحابی د اسلامی ښارونو لارو کی بمونه.ماینونه،او ځانمرګی نه دی کړی، هسی د اسلام مه بد نامه کوی. کله وایی افغانستان اسلامی هیواد دی،کله وایی چه کفر دی ،هجرت فرض دی،نورو ته هم وایی چه هجرت وکړی، فقط تجارت مو شروع کړی،کوم صحابی په… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

پشتین صاحب ! خبرو کی د لویدیز وکیلانو په شان له ناروا منطقه کار اخستل د حقایقو په لمن تور داغ نه شی لګولی یعنی حقایق نه شی بدلولای . مونږ لیکلی چه افغانستان اسلامی هیواد دی یعنی اکثریت څه چه سلنه خلک یی مسلمانان دی، مونږ نه دی ویلی چه اسلامی حکومت او شریعت ورباندی حاکمیت لری اسلامی حکومت تری د لویدیز نظم نوین جهانی لیری او شیطانی دموکراسی او سکولریزم یی پری د برچی په زور وتپلو ، ځکه یی په ضد طالب مجاهدینو جهاد پیل کړی تر هغی به جهاد ته ادامه ورکوی چه هدف یی تر… نور لوستل »