ایران: له ګاونډیانو سره اقتصادي اړیکې غښتلې کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان په ګاونډ کې واقع هیواد «ایران» وایي، له خپلو ګاونډیانو سره اقتصادي اړیکې غښتلې کوي او د صادراتو کچه نوره هم زیاتوي.

د ایران د اقتصادي چارو مرستیال وزیر «غلام رضا انصاري» وویل « دا مهال زموږ هیواد افغانستان او پاکستان ته د ۶ میلیارده ډالرو په اندازه صادارت لري خو موږ هڅه کوو له خپلو ګاونډیانو سره اقتصادې اړیکې لا غښتلې کړو او د صادراتو کچه تر دې هم لوړه بوزو.»

انصاري زیاته کړه « زموږ د حکومت پالیسي له ګاونډیانو سره د اقتصادي اړیکو په پیاوړي کولو او د راکړې ورکړې په برخه کې د خنډونو په له منځه وړلو ټینګار کوي، موږ هیله لرو چې درې واړه هیوادونه به په دې برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي او یو ګډ بانکي سیستم به پرانېزي».

د ایران اسلامي جمهوریت داسې مهال له ګاونډیانو سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې کار کوي، چې پولي واحد یې تر بل هر وخت لوېدلی او د امریکا د بندیزونو له امله یې اقتصادي وده له زیاتو ننګونو سره مخ ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

دا خو به پریږدو چه اهل تشیع جوړیدل له اوله د یهودو او نصاراوو ابتکار دی، بیا اهل تشیع هم د صوفیانو دوره کی په دوه نوو برخو وویشل شو ( شیعه علوی او شیعه یی صفوی ) شیعه علوی لکه د یمن شیعیان د اهل تسنن سره په ډیرو مواردو کی توپیر لری مګر د شرک تر کچی نه دی رسیدلی مګر د ایران صفویانو اهل تشیع تر یهودیت او بودایزم هم واړولو او خمینی خو د اسلامی نړی په ضد د امریکا سره یو ایتلافی دریز ونیولو . د همدی امله اتومی وسلو ته یی هم لاس غځونه… نور لوستل »