بلخ: ولایت مقام د مخابراتي شبکو دفترونه تړلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بلخ ولایت ولایتي مقام د ټولو هغو مخابراتي شبکو دفترونه تړلي ، چې د شپې له لوري یې خپل فعالیت درولی وو.

د بلخ ولایت والي «محمد اسحاق رهګذر» تېره ورځ په خپله فسبوک پاڼه لیکلي وو « هره مخابراتي شبکه چې د شپې له لوري خپل فعالیت ودروي، ځايي دفتر به یې وتړل شي او د وطن له دښمنانو سره د مرستې په جرم به څارنوالي ته وروپېژندل شي».

د بلخ ولایت چارواکي وروسته له هغه دا پریکړه کوي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې مخابراتي شبکو په ګڼو ولایتونو کې د شپې له لوري خپل فعالیتونه  ځنډلي وو او ادعا يې کوله چې له نامعلوم ځای څخه ورته ګواښ شوی او له مرکز څخه دوی ته امر راغلی څو د شپې له لوري فعالیتونه بند کړي.

د مخابراتي شبکو دا ګام د بلخ ولایت د چارواکو له توند غبرګون سره مخ شو،  چارواکو ګواښ وکړ که مخابراتي شبکې خپل فعالیت دوامداره ونه ساتي، دفترونه به یې وتړل شي.

د چارواکو په خبره، که مخابراتي شبکو ته ګواښ موجود وي، له موږ سره د موضوع د شریکولو په صورت کې کولای شو ګواښ له منځه یوسو.

بل خوا، طالبانو ته یوې نږدې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل « د شپې له لوري د مخابراتي شبکو فعالیت د طالبانو په امر درول شوی».

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د