
عمران خان په امریکا کې: د افغانستان کړکېچ د جګړې له لارې نه حل کېږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړی وزیر « عمران خان» چې دا مهال په درې ورځني رسمي سفر امریکا ته تللی، په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د افغانستان کړکېچ هیڅ نظامي حل نه لري.
خان چې په واشنګټن کې یې د پاکستاني الاصله امریکایانو یوې سترې غونډې ته خبرې کولې، وویل « هغه څه چې ما ویل زه ورباندې اوس هم یقین لرم، د افغانستان کړکېچ هیڅ نظامي حل نه لري، زه له لومړۍ ورځې له همدې امله غندل شوی یم ؛ خو او س ټوله نړۍ پوهېږم چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حل کېږي».
عمران خان دا څرګندونې له ډونالډ ټرمپ سره تر نننۍ پلان شوې لیدنې څو ساعته وړاندې کړې، د عمران خان او ټرمپ په لیدنه چې د چارواکو له قوله د سیمې او نړۍ په امنیتي مسایلو بحث پکې کېږي، د افغانستان موضوع پکې اساسي ځاي لري.
د رسنیو د راپورونو په اساس ټرمپ به په خپله لیدنه کې له عمران خان وغواړي څو طالبان دایمي اوربند ته وهڅوي.
جنګ د امریکا له خوا شروع شوی که دوی زمونږ هیواد پریږدی سمدلاسه اور بندیږی . امریکا د افغانانو د وژنی د پاره په خوله د سولی او په لاس یی د وژنی ماشین پرله پسی اخته دی بیګناه او بی دفاع افغانان په شهادت رسوی مګر ترمپ شیطان او امریکایی وحشیانو ته د الله ج د څپیړی زور نه دی معلوم، ډیر ژر به یی د شوروی اتحاد د برخه لیک سره مخ کړی . په رښنتیا هم [[[[ کفر ]]]] حق پټونی ته وایی ، نن هغه حق پټونه او د خلکو خطا ایستنه د امریکایانو په عمل… نور لوستل »