لوګر: هوایي برید د یوې کورنۍ نهه غړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې یو کور په نښه کړی چې په پایله کې یې دښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي.

په لوګر ولایت کې مېشت د کوچیانو قومي مشر «حاجي بهادر» شمشاد ته ویلي، یاد برید د برکي برک ولسوالۍ اړوند دشت خاک نومي سیمه کې شوی او واړه او ښځې پکې وژل شوي.

د لوګر ولایت امنیه قومانداني هم یاد برید مني، خو په خبره يې، سیمې ته یې پلاوی لېږلی تر څو معلومه کړي په برید کې ولسي وګړي وژل شوي او که طالبان.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو چاپو او بمباریو زور اخستی، چې تر ډېره پکې ولسي وګړو زیان ګاللی، کابو یوه اونۍ وړاندې هم په لوګر ولایت کې یو مسجد چې خلګ پکې د قران کریم ترجمې ته راټول شوي وو؛ بمبار او لسګونه کسان پکې وژل شوي وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د