نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بدخشان ولایت کران و منجان ولسوالۍ چې له څه مودې راپدېخوا د طالب او دولتي سرتېرو تر منځ د خونړیو جګړو شاهده پاتې شوې وه ؛ نن د طالبانو لاس ته ولوېده.
ازادي راډيو د بدخشان ولایت د ولایتي شورا د غړي «جاوید مجددي» له قوله لیکلي، چې نن سهار له یوه کلي پرته د کران و منجان ولسوالۍ اړوندې ټولې سیمې د طالبانو لاس ته ولوېدې.
کران و منجان ولسوالۍ چې په همدې نامه د لاجوردو ستر کان پکې موقیعت لري کابو یوه اونۍ وړاندې هم طالبانو ورباندې برید کړی وو، دولتی سرتېرو ته یې درانه تلفات اړولي وو او د کران و منجان د لاجورو د کان واک یې په لاس کې اخستی وو.
یاده دې وي، چې تر دې دمه طالبانو د ولسوالۍ د سقوط په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د یو څو ورځو لپاره ښه چور او چپاول وکړی ځک چی ساتنه یی تاسو ته دروند کار دی.
نصر من الله و فتح القریب ، د حق او باطل جګړه کی الله ج د حق پلویانو ته فتحی ورکوی ، مونږ به هم دعا کوو چه د حق پلویان پرله پسی او نهایی بریاوی ترلاسه کړی ، کیدی شی په دعو دعاګانو الله ج مونږ ته هم ښیګڼی په برخه او د الله ج رضا تر لاسه شی یا الله ج د افغانستان په شمول د نړی ټولو رښتینو مجاهدینو ته بریاوی په برخه کړی امین یا رب العلمین
کچیری تاسو په حقه وای نو په دا دومره کلونو کی به مو حد اقل یو دوه ولایته په لاس کی درلودای. ### ته به پری خوشحاله یی خو دنیا وال اوس د مجاهد له نوم سره حساسیت لری او نفرت تری کوی. تیر شول هغه وختونه نور ملت پدی خبرو نه غولیږی.