ټکنالوژي

هوواوې وایي پر دوی بندیزونه د امریکا د سوداګریز زوال په معنا دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د امریکا حکومت لخوا په راتلونکو څو اوونیو کې که څه هم پر هوواوې بندیزونو کې کموالی راځي خو د شرکت مشر ویلي دي چې حالاتو مونږ ته دا تاثر راکړ څو اوس مونږ د خپلو تولیداتو لپاره پر امریکا تکیه نه کوو.

د یوې انترویو پرمهال د هوواوې بنسټ ايښودونکي «رین زینگ فائی» زیاته کړه چې په لومړیو کې مونږ یادو بندیزونو ته چمتو نه وو او له کبله یې په لومړیو دوه اوونیو کې د هوواوې په ځیرک مبایلونو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی و، اصلي لاملی یې په چلوونکي یا عملیاتي سیستم په اړه اندیښنې وې.

د نوموړي په وینا چې هوواوې شرکت په تور لیست کې غورځول د امریکا لخوا یاده شرکت د نوې ټکنالوژۍ څخه د لرې کولو کوښښ و چې اوس هوواوې په بشپړ ډول چمتو ده او د امریکا مرستې ته اړتیا نه لري.

د هوواوې مشر وایي چې په یادو بندیزونو امریکا ته زیات زیان اوړي په ځانګړي ډول د فایو جي 5G خدمتونو پيوستونو په برخه کې، که چیرې ددوی سره د سوپر کمپیوټر یا سوپر ستر ظرفیت پیوستون هم وي بیا به هم د سوپر چټک پيوستون چې اوسمهال یې یوازې هوواوې لري په نه لرلو له زیان سره مخ کیږي.

د نوموړي په وینا چې پر هوواوې د بندیزونو څخه په ډاګه څرګندیږي چې د امریکا سوداګریز زوال نږدې شوی دی.

د امریکا شرکت لخوا پر هوواوې شرکت ددوی د محصولاتو د استعمال بندیزونه لګېدلي وو او هوواوې یې په تور سوداګریز لیست کې شامله کړې وه چې له کبله یې ګوګل پر هوواوې د انډرایډ سیستم استعمال او یو شمېر نورو شرکتونو بندیزونه لګولي وو.

د هوواوې شرکت له بندیزونو څه موده وروسته پر ستر زیان هم اعتراف وکړ خو هیله یې ښودلې وه چې ډير ژر به خپل د انډرایډ پرځای نوی چلونکی سیستم او پر امریکا د خپلو محصولاتو تکیه کمه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x