حمل لرونکو ښځو ته لارښوونې

ژباړن: عبدالمالک روحاني

الله ﷻ جنت د مور تر پښو لاندې اېښی دی، ځکه مور د حمل پر مهال د تخلیق لپاره ډول ډول ستونزې ګالي. همدې ستونزو ګاللو ته د اللهﷻ له لوري لوړه درجه ورکول کیږي او د ډالۍ په بڼه مور ته دا زیری ورکول کیږي چې جنت یې تر پښو لاندې دی.
کله چې ښځه حمل اخلي، ټوله توجه او فکر یې له حمل سره وي. مور د حمل له امله خورا ډیرې ستونزې ګالي او ځان کې د دې ستونزو د ګاللو لپاره حوصله پیدا کوي.
دا چې اسلام د ژوند کولو پوره چوکاټ او سیسټم دی او د ژوند هرې برخې ته لارښوونې لري، د حمل لرونکي ښځې لپاره هرومرو لارښوونې لري، چې باید عملي کړای شي.
مور ته له دې سره سره چې د حمل دوران به په صبر او حوصله تېروي، دا هم اړینه ده چې د خپل راتلونکي ماشوم روحاني روزنې ته پوره پام وکړي.
راځئ د مریم علیه السلام د مور له عمل څخه لارښوونه ترلاسه کړو!
د مریم علیه السلام تر پیدایښت مخکې، کله چې یې مور پر دې وپوهېده چې حمل لري، دې له خپل رب څخه دغه دعاء چې د آل عمران سورت په ۳۵ آیت کې راغلې ده، وغوښته: إِذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ [آلعِمرَان: ۳۵].
ژباړه: کله چې د عمران مېرمن وویل: “زما ربه! زه دا ازاد اولاد چې زما په ګېډه کې دی، ستا لپاره نذرانه کوم، هغه به ستا کارونو ته وقف وي، زما دا سوغات قبول کړه، ته اورېدونکی او پوهېدونکی یې.”
د مریم علیه السلام د مور د دې دعاء منزلت او لوړ والی له دې څخه ښه څرګندیږي چې اللهﷻ دې ته مریم علیه السلام ورکړه او د مریم له ګېډې څخه بیا عیسی علیه السلام وزېږېد. له همدې امله باید ټولې میندې د دې دعاء الفاظ په وار وار تکرار کړي ترڅو یې اللهﷻ پاک په نیک او صالح اولاد ونازوي.

د حمل زیری دې لږو خلکو ته ورسول شي:
حدیث کې راځي چې رسول ﷺ فرمایي: د خوښۍ خبر پټ وساتئ، ځکه هر اورېدونکی دوست نه وي. (الطبراني).
د حدیث مفهوم دا دی چې بد نظر او حسد پر انسان تأثیر لري، نو د هغه معصوم روح چې لا نړۍ ته نه دی راغلی، له بد نظر څخه د هغه ساتل د مور دنده ده.

د حمل پر مهال د رب شکر اداء کول:
دا خبره په قطعي توګه ثابته ده چې یوازې اللهﷻ کولای شي ښځې حمل لرونکې کړي، نو اړینه ده د الله ج ډیر ډیر شکر اداء شي، ترڅو اللهﷻ ستاسو د شکر ګذارۍ تاثیرات او ښېګڼې ستاسو اولاد ته انتقال کړي.
الله ج د لقمان سورت په ۱۴ آیت کې فرمایي: وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَىٰ وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ [لقمَان : ۱۴].
ژباړه: اوموږانسان ته دخپل موراوپلار دحق پيژندني تاكيدکړیدى. د هغه مور د كمزورۍد پاسه دكمزورۍپه حالك ي هغه رااخيستى،په خپله ګېډه كي یې وساته اودوه كلونه یې په تي وركولوولګېدل. (له همدې امله موږهغه ته نصيحت وکړچي) زماشكروکړه اودخپل موراو پلارشكرپرځاى کړه،همدازما لوري ته ستاراګرځېدل دي.

د حمل پر مهال د اللهﷻ او رسول اللهﷺ له لوري اسانتیا:
اللهﷻ او د هغه رسولﷺ د حمل پر مهال مور ته خورا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي دي. حدیث کې راځي چې الله ﷻ حمل لرونکو او شیدې ورکونو ښځو ته حکم کړی چې که دوی کمزوري کیږي، روژه دې وخوري او وروسته دې پوره کړي. د دې حدیث له مخې دا هم څرګندیږي چې حمل لرونکو ښځو ته له معاشرتي دندو هم خلاصون شته دی.

اولاد ته دعاء:
د بخاري شریف حدیث دی چې د حمل له پیل څخه ۴۰ ورځې وروسته، نطفه د وینې په یوه ټوټه بدلیږي، بیا اللهﷻ یوه ملائکه ور لیږي چې د حمل په تړاو څلور څیزونه ولیکي. اول تقدیر، دوهم ژوند، دریم مرګ او څلورم دین لیکي.
له همدې امله هرې مور ته پکار ده چې په همدې وخت کې خپل اولاد ته دعاء وکړي تر څو یې یاد څېزونه نیک ولیکل شي.
له ټولو حدیثونو او لارښوونو دا جوتیږي چې که اللهﷻ مور ته د دې زیری ورکړی چې جنت یې تر پښو لاندې دی، ورسره ورسره یې دا لارښوونې هم کړي چې د خپل حمل سمه روزنه وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د