ټرمپ: د طالبانو سره مذاکرات پر ښه لوري روان دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ټرمپ د پاکستان د لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال د خبریالانو سره په ګډه ناسته کې وویل چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه ښه پرمختګونه ولري او وبه کولای سي چې په اړه یې خبریالانو ته ښه جوابونه ورکړي.

نوموړي وویل دوی نور نه غواړي چې په افغانستان کې نور د پولیسو کار وکړي، یا د پخوا په شان مکتبونه او د پټرول پمپونه جوړ کړي، او زیاته یې کړه: د افغانستان جګړې ۱۹ کاله ووتله، نور بس ده. او زیاته یې کړه: د طالبانو سره مو د ځواکونو پر ایستلو مذاکرات پر ښه لوري روان دي.

ټرمپ وویل چې د پاکستان په مرسته به د افغانستان څخه نور ووزي او ډېر ژر به د طالبانو سره یوې موافقې ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د جګړې ګټلو لپاره یوه اونۍ ورته کاپي ده، خو نه غواړي چې نور دغه جګړه د ملیونونو انسانانو په وژل سره وګټي، که وغواړي افغانستان به د ځمکې له نقشې لیري کړي، خو دا کار کول نه غواړي.

بلخوا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ټرمپ په تایید وویل چې د افغانستان جګړه یوازي د خبرو له لاري پایته رسېدای شي، او دغه حل تر بل هر وخت زیات اوس را نیژدې شوی دی.

نوموړي وویل پاکستان هم د «ترورزم ضد» جګړه کې تر اویا زره زیاتو کسانو قرباني ورکړې او په بلیونونو ډالره تاوان یې لیدلي دی.

ټرمپ د عمران خان په جواب کې وویل چې زما په فکر پاکستان به د افغانستان په اړه ډیر څه وکړای شي، پاکستان به د افغانستان په اړه لوی بدلون را منځته کړي.

باید وویل شي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د امریکا په سفر تللی دی او هلته یې نن د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ولیده.

د نوموړي سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د پوځ او استخباراتو مشران او نور وزیران هم ملګري دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر هیواد کې د مذاکراتو لړۍ اوم پړاو ته رسیدلې او د دواړو اړخونو د څرګندونو څخه داسي ښکاري چې وروستي حل ته ډیر نيژدې شوي دي.

طالبان د امریکا څخه غواړي چې نور دي د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کښيږدی، خو امریکا بیا غوښتنه لري چې بیا دي د افغانستان څخه د امریکا پر ضد بریدونه نه کیږي. دواړه لوري وايي چې پر دوه خبرو توافق ته رسیدلي خو په بحثونه یې په جزیاتو کې لا روان دي چې هغه هم وروستۍ مرحلې ته رسیدلي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

د ترمپ خبره : ( که وغواړم افغانستان په لسو ورځو کې د نړۍ له نقشي لرې کوم ) ډیره بې عقله خبره ، کبرجنه خبره ، خره خبره ده او دداسې خلکو پوکې خبرې دي لکه ترم چې د جنس خرڅونې د منډهي خاصه دار وي ! ترم خپله تيښته له ویتنامه هیره کړې ده ، دا لډو احمق دې یو وار ې له هغوی څخه پوشتنه وکړي کوم چې د ویتنام په جنګ کې شکیل وو ! د ترمپ خیلو بله ماته په جاپان کې هم نږدې شوې وه خو هغلته دې وحشیانو دانسانیت ضد کار وکه او… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د مشهور او رسمي موردګو د لمسي ټرمپ له خندنيو غرتو څخه :« د افغانستان د جګړې ګټلو لپاره یوه اونۍ ورته کاپي ده، خو نه غواړي چې نور دغه جګړه د ملیونونو انسانانو په وژلو سره وګټي، که وغواړي افغانستان به د ځمکې له نقشې لیري کړي، خو دا کار کول نه غواړي.»

راځئ چي وخاندو: ههههههههههههههه !!!
موردګوزاده ټرمپه ! لږ يې هوا ورکمه کړه!
هغه ستاسي پخوانی استاد انګرېز لا له دې سپېڅلي خاوري په شرمو شرمېدلی شړل سوی دی.

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

They are both not comfortable facing each other.

Khan is not comfortable being inside the white house and Trump is not comfortable facing Pakhtoon.

Look at the stress on their faces.

ساهل
میلمه
ساهل

دا دې د ټرمپ نه بلکه د امریکي حقیقت پر افغانانو واضح شو، د امریکا زړو او نوي غلامانو ته پکار دې چې له دې خبرو سبق واخلې

اختر محمد
میلمه
اختر محمد

ترامپ زیات بی عقل دی چنګیز سکندر دترامپ نیکونو انګریانو اوروسانو ونه شوای کولای چه دمیرویس او ابدالی هیواد نابود کړی نو دالیونی ترامپ باید ظالبانو ته سلامی شی

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

په پښتوکی متل دۍ وایی خرله باره ولویدۍ له غټوګوزوونه لویدۍ اوټرمپ دکفاروبدترین زوړخردی انشاءالله دده دحکومت ترختمیدوبه ناټوهم خطمه سی دۍ عادت لری ډیری سختی دمکۍ ورکوی بیاژر شاته کیږی دغه رقم یی شمالی کوریا، ایران ته دمکۍ ورکی دۍ ټولوته دسعودی دوهابی حکومت په سترګه ګوری.

nahzatullah
میلمه
nahzatullah

د ټرمپ په دی مرداره خوله د لسو میلونو پاکو مسلمانانو وژل دومره اسان کار ندی (ورس) چې له امریکا نه مخکې په یو قوی نظامی قوت سره راغلی وه بیا هم په دی پاکه خاوره کې ماته وخوړه. چنګیز د نه حیریدونکې ماتی خوړولو سره دنیا والو ته تاریخ ثابته کړه چې دلته مات او غاښ ماتونکی انسانان ژوند کوی