په ټولنیزو رسنیو کې د ټرمپ څرګندونو ته غبرګونونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره په یو ګډ رسنیز کنفرانس کې ادعا وکړه، چې افغانستان د نقشې له مخې ورکولای شي او که وغواړي د افغانستان جګړه د لسو میلیونونو افغانانو په وژلو سره په لسو ورځو کې ګټلای شي؛ خو په خبره یې دی دا کار نه کوي.

د ټرمپ په پورتنیو څرګندونو که څه هم تر دې دمه ارګ، بهرنیو چارو وزارت او نورو رسمي ادرسونو غوږونه کاڼه کړي؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو فعالانو ته ورته غبرګون ښودلی.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر  «عمر زاخېلوال» په خپل ټویټر لیکلي « چنګیز او له هغه څخه مخکې او وروسته یرغلګر هم په همدې نیت راغلل او لاړل مګر دا هیواد لا هم ځلیږي لکه ستوری په آسمان! خو ستا خبرې ‌‌‌‌‌‌ډالۍ هغو ته چې د بمونو د مور په ګ‌‌‌‌‌‌ډون یې پر خپلو کلیو ستاسې د هرې نوې وسلې د امتحان هرکلی وکړ او لایې کوي.»

ټولنیز او مدني فعال «خیرالله شینواري» په خپله فسبوک پاڼه لیکي «اوس به کوم نر پيدا شي دلته چې ورته ووايي افغانستان داسې بې موره بې پلاره دی چې ته به يې د ځمکې له نقشې پورته کوې؟؟ دا دې نولسم کال دی چې له خوشيي بمونو نيولې تر کمياوي او بيولوژيکي وسلو دې ټول استعمال کړل، خپله عصري او جديدترينه ټيکنالوژي له بي۵۲ نيولې تر بې پيلوټه او ډرون ټول دې وکارول، نور دې زړه څه دی؟ اټوم بم کاروې که څنګه؟؟ و به ګورو چې اوس افغانستان حکومت لري، د بهرنيو چارو وزارت لري، سفارت لري، ولسشمر او ډپلومات لري او کنه چې دداسې مغرورانه څرګندونو ځواب ووايي.»

اعتبار خان فطل د فسبوک په مخ کاږي «نوې خیښې او سیمیز بدلونونه، مونږ سراسر تاوان وکړ د همدې امریکا لپاره مو د سیمې دشمني په غاړه واخیسته او نن راته همدا امریکا د ځمکې له نقشې د محوه کولو ګواښونه کوي، مونږ ناکامه بهرنۍ پالیسي نه بلکې بیخي بهرنۍ پالیسي نه لرو، شخصې غوښتنې او د واک نشه هغه څه دي چې مونږ یې تر دې ځایه راورسولو.»

د رحمت الله لوګروال په نامه یو بل تن لیکي «خیاطان وایی د امن لپاره راغلی ټرمپ بیا وایی چی زه افغانستان له نقشې ختموم».

د عمار بن محمود په نوم بل تن کاږي «د خاینانو په دوران کی یو بیعقل په افغان خاوری باندی داسی خبری کوی ،څوک سته چی جواب یی ووایی؟».

لطیف پدرام په خپل فیسبوک کې لیکلي: ټرمپ دي د خپلو عسکرو څخه پوښتنه وکړي چې په افغانستان کې د څرنګه خلکو سره مخ دي..

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

ترمپه! تاته چی څوک د افغانستان تاریخ بیان کړی نو ته هم لکه دګیدړی په شان خبری کوی هغه داچی ګیدړه د زمری کارنامی واوری نو لکی ببره کړی وایی چی زما لکی هم د زمری په شان ده زه هم دا او دا کولای شم نو ترمپه امریکا او ناټو له کله چی په افغانستان یرغل کړی په سلوکی ۹۰فیصده بمباریو اوچاپو کی یی ملکی افغانان شهیدان کړی او زمریان مجاهدین ډیرکم هغه هم که چیرته خوب وړی وی شهیدان شوی یا نیول شوی اوس دی هم لاس خلاص که ټول افغانستان باندی اتم بم استعمالوی استعمال یی کړه… نور لوستل »

عابد
میلمه
عابد

امریکا تول هغه سه دورانولو او تباه کولو لپاره استعمال کرل چه لرل یی اواوس یی هم استعمالوی د ترمپ دا خبره د ناتوانی شکارندوی ده داخبیث نور دتیشتی په حال کی دی خو عجیبه داده چه هغه دده خپلوان به اوس سه زواب ورته وایی؟ ایا اوس هم ورته دوست وایی؟ هغه مدنی فعالان چه دهمدی کافر په صفتونو نور ستری شول ددوی زواب به ورته سه وی؟ اوس باید تول پوه شی چه یوازینی لاره اتحاد او اتفاق دی نه دا چه پردی دول ته گدا وکرو او خپل وطن او خلک تباه کرو.

مصور
میلمه
مصور

ستاسو غبرګون څه دی

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د ټرمپ له دې څرګندونو معلومه سوه چي د امريکې دښمني يوازي د طالبانو سره نه ده، بلکي د افغانستان او ټولو افغانانو سره ده او کوم افغانان چي د امريکايانو چوپړ وهي هغوی هم د افغانستان او ټولو افغانانو دښمنان دي.
نو مرګ پر امريکايانو او د هغو پر ټيټو او زبونو چوپړيانو !

اجمل
میلمه
اجمل

دا سړی کله کله د ماشومان په څیر خبری کوی. په پارسی کی وایی: دستم به آلو نمیرسد آلو ترش است.

جميل
میلمه
جميل

ټرمپه زور دی وهه خو پام چی پمپرس دی هم کلک وتړی چی ريخ دی تر پايڅو راونوزی ، تاسو چی دا جګړه په ډيرو ورانيو او په پيخر پيسو ونه ګټله نو په ګوزو خو يی بيخی نشی ګټلای . مسلمانانوته امر شوی چی د منافق ، مشرک ، يهود او نصارا سره دوستی ونکړی او دا هم په زغرده ويل شوی چی د ظالم سره دوستی مه کوی چی ظالم بيا پر تاسو هم سرفه نکوی . ليری نده چی ظالمه امريکا خپل ټوله غلامان(دوستان) پر خړ ډاګ پريږدی ، امريکا غوښتل چی پدوی خپله ک… پاکه خو… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

ترمپ(کفار) نور سه وکی؟؟؟خلگ یی مره کرل، په سپیو یی ودارل، جنسی تیری یی په زینو وکر، یورانیم طلا او … خخه یورل، مواد مخدر یی عام کرل، رشوت یی عادی کر، فحشا یی خپره کره، ددولت چاری یی عیاشو، متکبرو، جاسوسانو ته په لاس ورکری ( استثنا سته) او بالاخره د زوان نسل مفکوری یی تسخیر کری. نور نو ترمپ سه شی نه دی کری، غل چی کله یو کورته ورشی نو تر غلا وروسته خو هلته استراحت او خوب نه کوی حتمی به پشی سپکوی. دی کی هیخ شک نسته چی امریکا به اخر وزی دلته خو دا… نور لوستل »