د کران و منجان امنیه قوماندان: په اتو میاشتو کې حکومت له موږ سره هیڅ مرسته ونکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸ل): د بدخشان ولایت د کران و منجان سقوط شوې ولسوالۍ امنیه قوماندان «عبدالولي حسیني» وایي، له دې سره، سره چې مرکز ته یې په بیا، بیا خواست کړی وو خو په اتو میاشتو کې یوه مرمۍ مرسته هم نه ده ورته رسېدلې.

حسیني «ماندګار ورځپاڼې» ته ویلي « د کران و منجان ولسوالۍ تر درنو بریدونو لاندې وه، موږ د ډاکټر عبدالله عبدالله یاور، د کورنیو چارو وزارت او نور امنیتي ارګانونه په خپلو غوښتنو بیا، بیا خبر کړل خو  د اتو میاشتو په تېرېدو سره مرکز له موږ سره هیڅ ډول نظامي مرسته ونکړه او ولسوالي د طالبانو لاس ته پرېوته».

د نوموړي په خبره، دولتي سرتېري په ښه ډول اکمال شوي نه دي او له ډېرو عسکرو سره وسلې هم نشته؛ که چېرې وضعیت همداسې دوام ومومي د ولسوالۍ ټولې برخې به د طالبانو تر لاس لاندې شي.

د کران و منجان ولسوالۍ چې د بدخشان ولایت د لاجوردو تر ټولو سترکان پکې موقعیت لري، تېره ورځ د طالبانو په لاس سقوط وکړ، طالب ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» هماغه مهال په خپل ټویټر ولیکل، چې ولسوالۍ یې له ټولو اړوندو برخو او زیاته پیمانه مهماتو سره یو ځای نیولې او دولتي سرتېرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې په جګړه کې ښکېل عسکر دولتي حکومت په بې غورۍ تورنوي، تر دې وړاندې هم تر درنو بریدونو لاندې عسکر د خوړو د نشتوالي له امله د وښو خوړلو ته مجبور شوي خو مرکزي حکومت یې په تړاو هیڅ اقدام نه دی کړی.

څه موده وړاندې د جګړې د لومړۍ کرښې یو شمېر عسکرو «نیویارک ټایمز» ته سر ټکولی وو، چې چارواکي یې بې ځایه جګړو ته ور ټېل وهي او دوی لکه پسونه وژل کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د