د سولې عالي شورا: امریکا دې په پاکستان فشار راوړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د سولې عالي شورا وایي، د امریکا متحده ایالات دې په پاکستان فشار راوړي څو د افغانستان د سولې په پروسه کې په ريښتینې ډول همکارۍ ته غاړه کېږدي.

د سولې عالي شورا مرستیال ویاند « اسدالله زایري» سلام وطندار ته ویلي، موږ هیله لرو چې د متحده ایالات به په پاکستان فشار راوړي او دا هیواد به وهڅوي څو د افغانستان د سولې په پروسه کې عملي ګامونه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه « امریکا باید پاکستان پوه کړي چې دوه مخې لوبې یې د نړۍ، سیمې او افغانستان په زیان دي».

د سولې عالي شورا داسې مهال له امریکا غواړي څو پاکستان سولې ته وهڅوي، چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، کولای شي د افغانستان جګړه د لس میلیونه افغانانو په وژلو سره په لسو ورځو کې وګټي او افغانستان د نړۍ له نقشي لیرې کړي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

ددی ټتن خبری واورئ ؟ امریکاوائی زه لس میلونه افغانان مړه کوم داوائی چه امریکادی پاکستان ته ووائی چه سولی ته کار وکړی اودوه مخی سیاست دی نکوی ؟ داخلك دی کافرودومره احمقان کړی چه نه خپل ځان پیژنی نه خپل حیثیت اونه خپل ځای ؟ متل چه وائی (څوك دی غوا په پاده (ګله)کی نه پریږدی اواحمق وائی چه ملك کره ئی وتړئ ؟ والسلام .