
یوناما: لوګر کې حکومت پلوه ځواکونو «ولسي وګړي» وژلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمان یا «یوناما» د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو له لوري د «۹» تنو ولسي وګړو وژل کېدل ومنل.
د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ر اغلي « د ملګرو ملتونو لومړنۍ موندنې ښيي چې تېره یکشنبه په برکي برک ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو برید د دریو ماشومانو او څلورو مېرمنو په ګډون نهه تنه وژلي، ملګري ملتونه د ټپيانو د بېړنۍ درمنلې او د برید په تړاو د شویو څېړنو د رسنیز کېدلو غوښتنه کوي».
UN initial findings indicate that pro-government forces air operation late Sunday killed 9 civilians, inc 3 women & 4 boys, & 6 injured in Baraki Barak district, Logar. UN calls for support to victims & earliest publication of investigation. #Afghanistan. pic.twitter.com/n80S6xIxE5
— UNAMA News (@UNAMAnews) July 23, 2019
یاده دې وي، چې یوناما وروسته له هغه دا غبرګون ښيي، چې وړمه ورځ دولتي ځواکونو د برکي برک ولسوالۍ په پشت خاک سیمه کې د هوایي برید په مهال یو کور په نښه کړ او ادعا یې وکړه چې د طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک موټر یې په نښه کړی او هغوی ته یې دروند زیان اړولی.
دا لومړی ځل نه دی، چې حکومت ولسي وګړي د طالب په نامه وژني، کابو هره ورځ د هیواد په یوه برخه کې ولسي وګړي د چاپو او هوايي بریدونو په مهال په نښه کېږي او حکومت یې د طالبانو تر نامه لاندې تلفات خپروي.