ګډ حکومت د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې: بهرنیو قدرتونو ته د خپل هیواد د برخلیک ټاکلو اجازه نه ورکوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ادعا وکړه، کولای شي افغانستان د نړۍ له نقشې پاک کړي او د لسو میلیونونو افغانانو په وژلو د افغانستان جګړه په لسو ورځو کې وګټي؛ ارګ یې په مقابل کې غبرګون ښودلی او په دې تړاو یې له امریکا توضیحات غوښتي.4

د ارګ له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « کابل: افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت – دولتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی. د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی. موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.  »

د خبرپاڼې په بنسټ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.

ارګ له دې سره،سره ادعا کړې چې د امریکا له متحده ایالاتو یې د ټرمپ د څرګندونو په تړاو وضاحت غوښتی « د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.»

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Karwan
میلمه
Karwan

فاسيدي او غلامي اداري، خوله مو پټه کړي، هسي نه چه بادار مو په قهر شي او پر مخ کلکه څپيړ درکړي.
په ملت مو ښي لوبي وکړي او الله به هتمي جزا درکوي. وخت ته انتظار باسي، دخداي قهر دوي پر تاسي د مظلوم ملت قاتيلينو. کاروان

Ronagul Aryobsei
میلمه
Ronagul Aryobsei

ترمپ له سره سیاسي بلوغ ته نه دی رسیدلی. دی همیشه لومړی فیر کوي بیا نښه نیسي. سهار چې څه ووايي دهمغې ورځي په غرمه بیا بل څه وايې.

پتنګ
میلمه
پتنګ

خو دامعلومه شوه چې یوو خره ملت او انسانانو یې یو لنډغر انتخاب کړی ! = > دا ټول ملت یې سیاسي نبوغ نلري !! => ددوی غټ او لوی وياړ انسان وژنه ده ! تف لانت

جميل
میلمه
جميل

اوه ، از کُلُخ آتش پريد .
چا راوستلی يی ، چا ټاکلی يی ، څوک دی مړوی ، چا پټ کړی يی ، چا ه ارګ کی ځای درکړی ، څوک دی ساتی ، ….، ؟

سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

ارګ دامریکاددولت څخه څرګندونی غواړی ؟لمړی :داخوحرام نمکه ارګیان دی ، دومم:دهغو څخه ولی توضیحان نه غواړئ چه په کورنوکی موبستری ورته غوړولی ، دریم :اوس به درمعلومه شوی وی چه دخپل غلام سره څوك خبری نکوی ،اونه دغلام سره عظمت شته او نه حیثیت،که لکۍ خوځوئ اطاعت کوئ یونوړۍ دراچوی ، څلرم: داچه اوس خوبه پوه شوی یاست که دنیشی په حالت کی یاست ،چه امریکاته هغه شخصیتونه محترم دی،دچاسره چه ، دموضوعاتو حل لټوی ؟ لعنةالله علٰی الخائینین ،واکاذبین والدیمو کراتین ؟والسلام .

مجاهد
میلمه
مجاهد

فکر نه کوم د دی نوره اړه وی چه مونږ د کابل غلامه اداره غلامه ثابته کړو هغوی په خپله قانع او باداران یی هم مخ نیغه اعتراف کوی چه دا هیواد مو اشغال کړی او اوس د طالبانو سره اشغال ته د خاتمی ورکولو په اړه لګیا دی دا خبر به انشاالله ډیر ژر له ننګیالو طالب مجاهدینو واورو. د ترمپ د لاپو په مقابل کی د کابل د غلامی اداری د غبرګون ارزونه : لمړی: دوی لیکلی چه دا یو پخوانی هیواد دی له ډیرو بحرانو تیر شوی ( ؟ ) زمونږ هیواد چاته د برخه لیک ټاکلو… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

پر دې فاسد غني او نورو یې اعتبار مکوۍ ، داسې لیېونیان او جنایتکار ان هم شته چې خپل اولس په بیګانګانو او اشغالګرو وژني ؟ هو هغه دکابل فاسده اداره ده ! پرون دې هم په لوګر کې ۹ کوچیان په امریکایانو ووژل او نن بیا داسې خبرې کوي دا لعنتیان مونږ نشي تیر باسلی !! اولس هیواد او نو ر ملي ویاړونه ددوی لپاره کومه مانا نلري کله چې څوک دالر ور کوي او په قدرت یې ساتي !!

هدی
میلمه
هدی

ړندو لا د وضاحت غوښتونکي یاست! د څه وضاحت ته منتظره یاست؟ ولا تر هر چا حقیقت درته څرګند دی او د ټرمپ په موخه پخوا لا ښه پوهیدلاست. د داسي بې منطقي ادعا په وړاندي داسي سوړ غبرګون ښودل تاسي ته مرګ دی، وشرمېږئ .

ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

هدی لوري آفرين ستا بلادي پر اشرف غني او د ده غوندي نورو تش په نامه نارينه وو وګرځي.
دا بې ننګه انسانان پر غيرت نه راځي !