خلیلزاد د افغانستان د سولې په موخه نوی سفر پیل کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د افغان سولې لپاره د نوي سفر په ترڅ کې د افغانستان په لوري خوځېدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي « زلمی خلیلزاد سولې ته د زمینې برابرولو او جکړې پای ته رسولو په موخه نوی سفر پیل کړ چې د روانې میلادي میاشتې له ۲۲ نېټې څخه به د راتلونکې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري او په ترڅ کې به یې نوموړی له قطر او افغانستان څخه لیدنه وکړي».

خبرپاڼه وړاندې لیکي « خلیلزاد به په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره د یو داسې ملي ټیم په جوړلو مشورې وکړي چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي او په بین الافغاني مذاکراتو کې برخه واخلي».

د خبرپاڼې له مخې، خلیلزاد به کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د مدني ټولنې له غړو، د سولې او  ښځو د حقوقو له فعالانو سره ناستې وکړي او تر هغه وروسته به له طالب استازو سره د مذاکراتو د نوي فصل د پیل په موخه دوحې ته ولاړ شي.

د طالب او امریکایي استازو اوو پړاو خبرې چې کابو درې اونۍ وړاندې پای ته ورسېدې، د دواړو لورو د څرګندونو له مخې له لاسته راوړنو ډکې وې او د اختلافي مسایلو په برخه کې د دواړو لورو تر منځ واټن را کم شوی وو.

اووم پړاو مذاکرات چې ټولو لورو ورته د پرېکنده پړاو مذاکراتو په سترګه کتل، له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېدل خو د طالب ویاند «سهیل شاهین» له څرګندونو ښکارېده، چې بحث اخرو ټکو ته را رسېدلی او تمه کېږي په اتم پړاو کې به حل شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د