د افغانستان الف لوبډلې غوره کارکردګۍ د بنګلدیش کرېکټ چارواکي حیران کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د بنګلدیش او افغانستان کرېکټ الف لوبډلو ترمنځ د پنځه یو ورځنیو لوبلړۍ دوام لري چې په کې تر دې دمه دوه سیالۍ ترسره شوي او په دواړو کې افغان لوبډلې بریاوې خپلې کړي دي.

د افغانستان الف لوبډلې دغو بریاو د بنګلدیش کرېکټ د غوراوي کمېټې غړی او د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر حبیب البشر پام ځان ته راړولی چې په اړه یې د بنګلدیش یوې ځايي رسنۍ سره څرګندونې شریکې کړې دي.

حبیب البشر وايي چې د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله خورا مسلکي او له حوصلې ډک لوبغاړي لري چې دی یې حیران کړی دی.

نوموړي د ډهاکې ځایي ورځپاڼې (کالر کانتو) ته په څرګندونو کې ویلي دي: «د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي د هر توپ د وهلو هڅه کوي او د لویو شاټونو په وهلو لوبه پيلوي، خو الف لوبډله یې ‌‌‌‌‌‌ډېر دودیز او ارام لوبیږي او همدا یې د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره توپیر دی.

د حبیب البشر په وینا چې د الف لوبډلې له کارکردګۍ اغیزمن شوی په ځانګړي ډول په تېره لوبه کې چې کله افغان لوبغاړو د بنګلدیش ۲۷۹ منډې هدف په ډيرې ځیرکتیا سره بشپړ کړ، نوموړي څلور ورځنیو لوبو ته هم اشاره وکړه چې په کې افغان لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر د بنګلدیش لوبډله له ماتې سره مخ کړې وه.

Habibul Bashar

حبیب البشر زیاتوي: «د افغانستان دغه لوبډله په ډېره غوره او جالبه بڼه کرکټ کوي، کله چې د سترو شاټونو وهلو هڅه هم کوي؛ په ډېرې ځېرکتیا سره یې وهي، تر دې چې دوی په وروستیو اتو اورونو کې د شفيع الاسلام او ابو جاید په څېر له تجربه لرونکو توپ اچوونکو ۸۶ منډې ترلاسه کړې، په رښتیا هم باید چې د دوی ستاینه وشي».

د افغانستان الف لوبډلې دوه اوپنر توپوهونکو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدران په لومړۍ دوه یو ورځنیو سیالیو کې سلیزې وهلې دي، په لومړۍ سیالۍ کې رحمان الله ګربز سلیزه ووهله چې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او په دویمه لوبه کې ابراهیم ځدران ګټونکې سلیزه ووهله چې هغه هم د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه یو ورځنۍ لوبه به سبا د چهارشنبې په ورځ په ۲۴م جولایي په چاټوګرام کې ترسره کیږي چې په بریا سره به یې افغان لوبډله د لوبلړۍ ګټونکې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د