د اشغال اردلیانو وجدان ته لاس وروړئ

نورالحق ن. څلی

د ۲۰۱۵ کال د اګست په میاشت کې د المان د پخواني صدراعظم ګرهارد شرویدر سلاکار میخایل شتاینر اعلان وکړ چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې له تاړاکونو څخه وروسته د امریکا متحده ایالاتو د دې شونتیا ارزونه کوله چې پر افغانستان باندې اتومي ګوزار وکړي . د شتاینر په خبره په واشنګتن کې د اتومي ګوزار لپاره اسناد هم برابر شوي وو .

نن بیا د امریکا جمهور رئیس ترمپ وایي : د افغانستان جګړه ګټلی شم خو په دې شرط چې « زه باید لس میلونه افغانان ووژنم، خو زه دا کار نه کوم ».

اردلیانو ! دا د ستاسو له لاسه ده چې افغان مېړني اولس ته داسې په سپکه کتل کېږي . د ستاسو اوسني وضعیت ، د وجدان په اړه د شیکسپیر خبرې را په یاد کړې . دلته یې په دې هیله لیکم چې تاسې ځانونه په هنداره کې ووینۍ . خدای لوی دی وجدان ته به هم لاس وروړۍ .

ویلیم شیکسپیر پخپل « دریم ریچارد » نومي نندار لیک ( نمایش نامه ) کې وجدان یو « خطرناک شی » بولي . هلته په نندار لیک کې دوه تنه قاتلین او غله په داسې حال کې د یوه زورېدلي وجدان په اړه خبرې کوي چې خپله هم د سرو زرو غلا ته پلان جوړوي . له دغو دوو تنو څخه یو یې د « زخمي وجدان » د ځواک خبره کوي او د وجدان په اړه وایي : « زه به هېڅ لاس هم ور نه وړم . دا یو خطرناک شی دی . دا انسان بې زړه ( ډارن ) کوي . سړی غلا نشي کولی ، ځکه همدا وجدان یې ګرم بولي ؛ سړی قسم نشي اخیستلی ، ځکه همدا وجدان یې کنترول کوي ؛ سړی د ګاونډي له ښځې سره دروغ نشي ویلی ، ځکه همدا وجدان یې پیدا کوي ؛ دا وجدان د شرمسارۍ هغه روح ده چې د انسان په ګوګل کې بغاوت کوي ؛ دا وجدان انسان په خنډونو کې را ایساروي » .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د