د ټرمپ نا ویلي حقایق

حفيظ الدين پيرزاده

ټرمپ وایي کولای شي د لس میلونه افغانانو پر وژلو، په یوہ ھفته کې افغانستان د نړ‎ۍ له مخې نابود کړ‎ي!

د ھغه له خبرو لاندې استنباطات پخپله کیږ‎ي؛

۱- ھغه چې ویل یې دا بین الأفغاني جگړ‎ہ دہ اوس باید د سھوې سجدہ وکړ‎ي؛ دا جگړ‎ہ د امریکې او افغانستان تر منځ دہ. دریم لوری نه لري.

۲- ښایي د لس میلونه انسانانو له وژلو د ټرمپ موخه د امریکې مخالفین وي! دا خبرہ په دې مانا دہ چې د افغانستان یو ثلث یا دریمه برخه طالب دی!
ځکه که د ټرمپ موخه عام خلک وي، دا خو بیا په جینوسائیډ او یا ټولوژنه اصرار شو چې د نړ‎یوالو نورمونو له مخې جنگي جنایت دی، او که مراد یې د امریکائي اشغال مخالفین وي نو دا بیا د طالبانو پر دقیقې احصائې اقرار!

۳- ھغه چې غني ته غازي امان الله وایي اوس دې ھغه ته ھم د غازي امان الله پشان یوہ تورہ په لاس کې ورکړ‎ي او د امریکې سفیر دې را احضار کړ‎ي او ھماغه خبرہ دې ورته وکړ‎ي کومه چې غازي امان الله خان په عام محضر کې د انگلیس سفیر ته کړ‎ې وہ!

۴- ھغه ملگري چې ویل یې غني پاکستان منزوي کړ‎ی، نن چرته دي؟!
ھغوی ته دې وویل شي: غرب د پاکستان عیاش او فحاش کرکټي عمران ته دومرہ واښه واچول چې ستاسې غني ته یې لا په ھغې اخور د دریدو شرف نه دی بښلی!
غني د غلامۍ په دې ذلت کې تر غلام عمرانه اوس ھم څو پوړ‎ہ لاندې شخوند وھي!

۵- له دې پس ھم که څوک امریکا خپله ملگرۍ گڼي؛ ماته یې پر اسلامیت او افغانیت کې شک ښکاري!

۶- د ټرمپ سلاکاران باید ھغه ته مشورہ ورکړ‎ي چې د شپې ناوخته د ھالیوډ ایکشن فلمونه لکه ریمبو، ټرمینیټر او نور و نه گوري!
ځمکني حقایق درک کړ‎ي او د فنتاسۍ له نړ‎ۍ بھر را ووځي!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د