ټرمپ ته ځواب

فیض ځلاند

هېوادونه د خپل بچو د سرونو په نذرانو ساتلی کیږي، د نړۍ پرمخ به هیڅ داسې هېواد نه وې چې د خپلې جغرافیې د ګټلو او ساتلو د پاره یې قربانۍ نه وې ورکړې، ددې ترڅنګ به د نړۍ پر مخ هیڅ بل داسې ملت هم نه وې چې د خپلو ارزښتونو د ساتلو د پاره دې د تناسب په لحاظ دومره سترې قربانۍ ورکړې وې لکه افغانانو چې پخپل معاصر تاریخ کې په ځان منلي دي. دا چې هېوادونه د ملتونو په قربانیو ساتلی کیږي، یو منلی شوی اصل دی، خو ددې ترڅنګ ملتونه د خپلو مشرانو په مټ غلام کیږي، پلورل کیږي او د نابودۍ کندې ته غورځول کیږي ، دا هم منلی شوی ار دی. د ټرمپ څرګندووني د بوش له ویناو سره تړلې دي، بوش چې په ګران وطن د کروز، دوه پنځوس او فاسفورس بمونه غورځول، هغه وخت یې هم د افغان ولس او جغرافیي د نابودۍ خوبونه سر کې را ګرځېدل، بوش دومره ټیټ سړی و چې دعوه یې کړې وه چې خدای ورته په خوب کې ویلي چې دا جګړه به ته ګټي او مخ په وړاندې ځه. بوش ورک شو، اته کال یې ځمکه او اسمان په افغانانو اور کړ، خو د ناکامۍ له ناسور سره سپک، سپور له دندې کوز شو، د امریکا نومووتیو جنرالانو د امریکا د ماتي شپیلې وغږولي، بیا چې کله اوباما چې له اره له عقدې ډک و، او د تور پوستو سره د سپین پوستو امریکایاننو د بد چلند پیداوار ګڼلی کیده په سپینه ماڼۍ ننوت، اوباما د (Obama Surge) ترنامه لاندې یې په افغانستان کې خپل پوځیان زیات کړل، جګړې داسې حد ته شدیده کړه چې له دویمې نړیوالي جګړې وروسته د امریکایي پوځیانو تر ټولو پریکنده جګړې ګڼلی کېدي. د مارجې، د هلمند جګړې یې ښه مثالونه دې، مګر اوباما لکه تور سکور، لا پسې تور او سپک شو، افغان جګړې مات کړ، خپل قومندانان یې بدل کړل، او ماته جګړه یې لیوني ټرمپ ته پریښوده.

ټرمپ له لومړې ورځې افغان جګړه بابیزه ګڼلي، په افغانستان کې خپل نظامي حضور بې مانا ګڼلی خو د امریکا د جګړې جنرالان چې پخپل ستورو ویاړې د جګړې د تشدید او د پوځونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه، ټرمپ هم د خپلو جنرالانو خبرې مني او جګړې ته نوې پوځیان استوي، د ټرمپ ستراتیژي د جګړې په تشدید، د طالبانو په ماتولو، تسلیمولو را څرخي، د بمونو مور استعمالوي، په ارګ کې ناست غلامان د امریکا په هر بربریت، وحشت خوله پټه نیسي، د افغان ولس په قتل عام چکچکې وهي، د غلامۍ له ځنځیرونو سره لیونۍ مینه کوي. نن ټرمپ د امریکا د یرغل اصلي څېره را برسیره کوي، هغه افغان ملت ته پیغور ورکوي. ټرمپ وایې چې د بمونو مور مې په افغانستان استعمال کړي، نور هم پرې استعمالوي شم، په لس ورځو کې د لس میلیونه افغانانو په وژنه د افغانستان جغرافیه د نړۍ له مخه ورکوم. ټرمپ د نړۍ له تاریخه ناخبره، د افغان ولس له قربانیو ناخبره، د سکندر په سرګردانۍ کې ورک، د چنګیز په شکت کې مات، د انګریز له زخمونو او کوکو کوڼ او د شوروي له ناسوره ړوند نن د امریکا د ماتي او ورکاوۍ ډهول غاړې ته اچوي.

امریکا د ځمکې پرمخ یو مصنوعي هېواد دی، نن به د نړۍ ځبرځواک وي، نن به یې ډالر په نړۍ راج کوي خو باید په دې هم پوهه شو چې افغانستان د نړۍ د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي تاریخ یو ځلانده او تلپاتي ستوری دی چې د نړۍ هر وحشي ځناور یې ګونډه کړی، نړۍ یې په هره پیړۍ کې د وحشت او دهشت له ځنځیرونو خلاصه کړي او نن هم د امریکا له وحشت او دهشته د نړۍ د خلاصون زیری به له کابل څخه خپریږي، ان شا الله .

د امریک هر ډول نظامي شتون باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي، د سولې روان بهیر باید ژر نتیجه معلومه شي، کنه نو افغان ولس خپل تصمیم نیولی، د کابل لارې کوڅې به د یرغلګرو په وینو سور پاتې شي، ان شا الله.

لس میلیونه نه، ټول دېرش میلیونه افغانان له ګران افغانستان څخه د قربانۍ د پاره کفن په غاړه تیار دي ! دا خاوره زموږ ناموس دی، دا ملت زموږ ویاړ او د سر تاج دی، په دې سر قربانول ویاړ او افتخار دی، نه ذلت او خواري.

وطن مې تن، تن مې وطن دی

د تن په وینو یې ساتم تر څو چې یمه

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Ahmed
میلمه
Ahmed

ده ټرمپ بی ادبی ‌‌‌‌‌‌ډيره ‌‌‌‌‌‌ډيره معاف) ګوزونه په خپل جائ
خو ده غلامانو حېثېت ئ هم شه ملت ته جوه ت کړ
ېعنی امرېکا له افغانانو سره په جنګ ده
جنګ ده افغان او امرېکائ تر منڅ ده
دا ارګبېان خو په حساب نه دی
ېواڅي ده ‌‌‌‌‌‌ډالر په خاطر ده ملت له دشمن سره
ده افغانستان له دشمن سره ولاړ دی
دا بې وجدانه ارګبېان
ټرمپ په خپلو غره تو کی په صفر سره ضرب کړل
بېخی ئ حساب نه کړل
انشاالله
نور به هم رسواء کېرئ

MHA
میلمه
MHA

Now I agree with that person who said, Trump has the lowest IQ.

امان الله
میلمه
امان الله

بلکل دځلاند صیب خبره تاییدوم

محمد خالد
میلمه
محمد خالد

هوالله به انانیکه مراودت ودوستی که بالای کفار اعتماد دارند واز خدا غیر گشتند ودشمنان خدا ورسول اورا به دوستی گرفتند خداوند علیم وحکیم 1500 سال قبل به همه مومنان چی خوش هدایت فرمودند یا ایهالذین لا تتخذو عدوی وعدوکم اولیا…… ای مومنان به دوستی نه گیرید دشمنان من را ودشمنان خودرا دوستان بلی امروز این فرمان الله چی گونه تحقق مییابد دیروز کسانی که بلاک نظامی ورشو را به دوستی گرفتند نتجه اش به همه گان هویدا ومبرهن گردید وامروز پیمان ناتو چگونه بی شرمان بزدلانه قرار را برفرار ترجیع میدهند وان کسانی که دیروز وامروز به دوستی کفار… نور لوستل »