تاريخ دې يو ځل بيا شاهد وي

پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون

د زبرځواکونو تېروتنې هم غټې وي، همدا تېروتنې يې د زوال سبب هم شي، په تېره بيا په داسې حال کې چې د واک پر ګدۍ يې هم نامعقول، سرتمبه او لېوني اشخاص واکمن وي. امریکا اوس هم په همدغسې يو حالت کې ده.

يو سرتمبه سوداګر يې د واک مزي په لاس کې نيولي، داسې ملکونو ته اخطار ورکوي چې د دوی د هېواد تر جوړېدو يې عمر څو ځله زيات دی. مقدوني سکندر هم دلته په ډېر غرور راغی، خو ډېر ستړی بېرته لاړ، لوی کروش هم په ډېره دبدبه خپله واکمني وچلوله، خو په پای کې يې سر دلته کېښود، چنګېز هم ډېر سرونه تولې کړل، خو د خپل سر له وېرې يې ارام ونه ليد، ګوډ تيمور هم له ملکنډه تولې شو، د انګرېزانو په سر کې هم د نړۍ نيونې نشه وه، خو چې دلته يې سر په ډبره ولګېد، نو عقل يې سر ته راغی، روسان هم په ډېره دبدبه راغلل، خو په ډېرې مايوسۍ بېرته ووتل، امريکايان هم په پيل کې د نړۍ له څلوېښتو انډيوالانو سره دلته راغلل، فکر يې کاوه چې دوی به محدود اقليتونه ونازوي او د هغوی په مرسته به دلته ارامې شپې تېرې کړي، خو د ټولنې يوازې يو قشر يې په مقابل کې وسله واخيسته، اتلس کاله يې ورسره وډزوله، بيا هم نتيجه صفر لا څه کړې چې د دوی لپاره منفي حالت ته لاړه، اوس نو ښاغلی ټرمپ وايي چې لس ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې څخه حذفولای شي، که دا خبرې په همدې الفاظو او همدې محتوا رښتيا وګڼل، نو دې ښاغلي ته بايد وويل شي چې ټول افغانستان څه کوې؟ (لس طالبان) ختم کړه چې اتلس کاله ورپسې سرګردانه ګرځئ، پخوا به دې ورته ترهګر ويل، اوس ورته يوازې د ملاقات لپاره په مياشتو مياشتو انتظار کاږې، د نړۍ له هېڅ مقابل ځواک او هېواد سره دې خبرې (اتم پړاو) ته نه دي تللي، خو دلته په درجنونو درجنونو لوړ رتبه او تيټ رتبه مامورين رالېږې او له هغو طالبانو سره چې تاسې د ډپلوماسۍ خلک نه بلل، په خبرو کې يو انچ پرمختګ نه شې کولای، نو اوس ووايه چې مات څوک دي؟ ماته توره وي که سپينه؟

د ډونالډ ټرمپ دا ډول څرګندونې نه يوازې د انساني کرامت ضد دي، بلکې د يو ستر متمدن او پرمختللي ملت لپاره هم د پېغور او سرټيټۍ سبب ګرځي، هغوی چې ځان د ولسواکۍ مخکښان ګڼي، د هغوی مشر هم د ټوپک په ژبه خبرې کوي، د وسلې پر ماشې سپره ولسواکي غواړي. افغانان به له اقتصادي پلوه ضعيف وي، خو بې دينه او بې اينه نه دي.

اخلاقي جرئت، مېلمه پالنه، توره، مېړانه او انسانيت يې ټوې نړۍ ته معلوم دي، ګواښونه او اخطارونه دلته هېڅ ډول اغېز نه لري، يو وخت به راځي چې همدې مظلوم ملت ته به ګونډه وهې، د تعظيم سر به ورته ټيټوې، تېر تاريخ د دې خبرو شاهد دی، يو ځل بيا دې هم تاريخ شاهد وي.

پوهاند اسماعیل یون

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
م.عباس وردک
میلمه
م.عباس وردک

یون صیب سرلوړی اوسې
تاریخ هم زمان شاهد دی، ته یې نور ګوره
هغه چې ویلي یې دي:
” اوس یې منې کنه خو د امریکا د لیست له سره څخه د پای و خوا ته تلل په یاد لره درسره “

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

Thank you Yawoon Saib
It is a fact that they would cover their defeat in one or another way

TEET ME MA BOLA GHORZANG RABANDI MA KAWA
ZA PA DE OFTADAGAI KI LWI GARANG YEMA
ZA KHUSHAL KAFAN PA GHARA BA RAJEG SHAM
KA KHABAR SHOM CHE PAKHTOON DA CHA GHULAM SHO

پتنګ
میلمه
پتنګ

یون صیب ځنځیري خبرې کړې خو یون صیب هم خپل کالي پر دې چټلي کې مردار کړي دي !!!

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

یون صاحب ، هم دی د خبرو ستاینه او هم یوه کوچنی تبصره او د ورورولی توصیه درته کوم او هغه داده : ستاینه : ستاینه دی د افغانیت له مخی چه وینی دی د خبیث او وحشی ترمپ ( د فاحشی زوی او میړه ) د ګډو وډو او افغانانو ته د توهین به مقابله کی کړی د ستاینی وړ او خپل افغانیت او پشتونواله دی په ډاګه کړی چه یو ښه افغان او ښه پشتون یاست مننه او ستاینه کوم . د وروری ګیله او یا توصیه ونی وایی چه تبرګی زه نه شوم غوڅولی که یی لاستی… نور لوستل »

هدی
میلمه
هدی

یون صاحب! اوږدو تبصرو ته اړتیا نسته، هر یو دي اول خپله مرداري د ټلویزیوني چینلو، پوهنتونو او کارنامو څخه پاکه کړي، بیا دي د نورو د خبرونو تحلیل وکړي.

بارک
میلمه
بارک

یون صیب سلامونه ته زموږ افتخار ئی / دسکندر( مکه دنیا)= مقدونیه / داسکندر عسکر دوتلو توان نه در لود زرگونه ئی کاپیسا کی پاتی سو او بیا دکابل ریکا خانه کی پاتی سول / ریکا په مکه دنیا کی یو ښار دی / دتاریخ په تیریدو کی نومونه هم تغیر موندلی لکه قطغن = کشته غوند / سمنگان = سره لمنگان / چاریکار = چاړه کار / سروبی = سره اوبی / بلخ = په الخ د آمو دریا په الخ او نور اونور / دنن پانی هم تشکر اومننه کوم چی موږ ته دا زمینه برابروی په درنښت… نور لوستل »