د ټرمپ ورستیو څرګندونو ته د طالبانو جواب

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په جواب کې ویلي چې د افغان ملت له منځه وړلو ارمان جنګیز، انګریز او پخواني شوروي له ځانو سره ګورو ته یوړ او امپراطورۍ یې د ځمکې له نقشې محوه شوې خو افغان ملت لا هسکه غاړه موجود او ژوندی دی او بیا به هم ژوندی او سرلوړی وي.

نوموړي د ټرمپ دا خبرې مثبتې بللي چې نه غواړي په افغانستان کې د پولیسو رول ادا کړي، په ځانګړې ډول دا خبره چې د افغانستان جګړه د افغان ملت سره جګړه ده چې ددغه ملت په ژوندون یې نشي ګټلای.

بشپړه خبرپاڼه په لاندي ډول ده:

د ټرمپ د وروستیو خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

تیره ورځ د امریکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم سره د خبرو په مهال ویلي چې که دی وغواړي د افغانستان جګړه په لس ورځو کې د لسو میلیونو افغانانو په وژلو سره ګټلی شي او ځينې نورې خبرې.

د ټرمپ دا دريځ چې نه غواړي نور په افغانستان کې د پولیس رول اداء کړي او دا جګړه له یوه بشپړ ملت سره ده چې د دې ملت په ژوند یې نشي ګټلای، مثبت ټکي دي، خو دا ادعا چې که وغواړي افغان ملت به له منځه یوسي، لس میلیونه افغانان به ووژني او ګواګې بایللې جګړه به په دې ډول وګټي بې مسئولیته خبرې دي چې موږ يې په کلکه غندو.

همدا ارمان چنګیز، انګریز او پخواني شوروي واکمنو ګورته ورسره یوړ، برعکس یې امپراطورۍ د مځکې له نقشې محوه شوې خو افغان ملت لا هسکه غاړه موجود او ژوندی دی او بیا به هم موجود، ژوندی او سرلوړی وي، ان شاء الله تعالی.

امریکا په تیرو اتلسو کلونه کې هم د افغانانو په وژنو کومه صرفه نه ده کړې، د بمونو د مور په شمول یې د ډلییز قتل مختلف النوع وسلې استعمال کړې، خو اتلس کلنې زور ازمایې ثابته کړه چې د تجاوز او زورزیاتي انتخاب کړې لار یې بې نتیجې ده او د افغانستان له تاریخ نه چې د امپراطوریو هدیره ده په ناخبرۍ دلالت کوي.

زموږ په نظر ښه داده چې ټرمپ د بې مسئولیته خبرو پرځای د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي، د ناکامه دريځونو او غیرعملي ادعاوو پرځای د منازعې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

افغان مسلمان ملت د ښه تعامل او مثبتو اړیکو خورا ښه دود او روښانه تاریخ لري، نو ښه به داوي چې د موضوع پر اساسي سولیز او معقول حل غور وشي او د اسلامي امارت له مذاکراتي سولیيزي حل لارې او طرحې چې ټول ملت یې همدا ستا سو په اعتراف تر شا ولاړ دی ګټه پورته شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

دا ټوله ګناه زمونږه د بی کفایته خرڅ شویو لیډرانو او مشرانو ده. کله کله د امریکا په انتخاباتو کی یو یو احمق هم ولس مشری ته ځان رسوي چی د هغی له جملی نه یی یو هم همدا ټرمپ دی.