پکتیکا: د مټا خان ولسوالۍ امنیه قومندان په چاودنه کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸ل): د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالودود اندړ په یوه چاودنه کې ټپي شوی او څو تنه ملګري يې وژل شوي دي.

د پکتیکا امنیه قومندانۍ رسنیو ته ویلي چې نوموړي باندي د مټاخان په پتنې سیمه کې د موټر بم چاودنه وشوه چې له امله یې د نوموړي په شمول درې تنه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په چاودنه کې پنځه تنه پولیس وژل شوي او قومندان عبدالودود د یوه بل قومندان په شمول هم سخت ټپيان شوي دي.

ویل کیږي چې قومندان عبدالودود کابل ته د علاج لپاره لیږدول شوی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د