کرېکټ بورډ: د آی سي سي په ناسته کې د افغان لوري ګډون خورا ګټور و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۸ل): په انګلستان هېواد کې د کرېکټ نړیوالې شوار کلنۍ غونډه چې د جولایي میاشتې له ۱۵مې څخه تر ۱۸مې پورې یې دوام درلود- ترسره شوه چې د نورو کرېکټ بورډونو غړو په ګډون د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رئیس عزیز الله فضلي او د دغې ادارې اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزي هم ګډون کړی و.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فضلي او د کرېکټ نړیوالې شورا د بورډ غړو د پراختیا په کمېټې کې او اجرائیه مشر بیا په اجرائیوي کمېټې کې ګډون درلود چې مهمې یې د افغانستان سره اضافي مالي مرسته او د کرېکټ نړیوالې شورا اپلیکیشن کې د نورو ژبو په څېر د پښتو ژبې ګډون دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا په یاده غونډه کې شوې پریکړې په لاندې ډول دي:

۱- د کرکټ نړیواله شورا به افغانستان ته د یادې شورا د بشپړ غړي په توګه په روان ۲۰۱۹م کال کې د ځانګړې شوې بودیجې سربېره ۲.۵ ملیون ډالره هم ورکوي چې په دې سره به د افغانستان کرېکټ بورډ اداره له بودیجوي کسر څخه وژغورل شي.

۲- د روان کال د کرکټ نړیوال جام د لوبو اړوند بحث مطرح شو او دغه راز د لوبډلو د ګډون اړوند هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

۳- د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د هغو ټولو مواردود ستاینه وکړه چې په ډسپلین یا انظباطي برخو کې یې په اړوند ګامونه پورته کړي او د هغو ټولو مواردو پلټنه یې هم کړې چې د یادې نړیوالې شورا له لوري یې افغانستان ته سپارښتنه شوې وه.

۴- له نړیوالې شورا سره د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (اې پي ال) کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د اقداماتو راپور هم شریک شو چې پکې د نړیوالې شورا ټولې سپارښتنې په پام کې نیول شوې دي چې په دې سره به سږ کال د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو هم ترسره شي او نړیوالې شورا په دې اړوند هم د افغانستان له کرکټ بورډ ستاینه وکړه.

۵- دغه راز به له دې وروسته د کرکټ په اپلیکېشن یا د اړیکو جوړولو په برخه کې د نورو ژبو سربېره د خلکو د غوره پوهاوي لپاره پر پښتو هم لیکل کېږي، یاده دې وي چې له دې وړاندې په نړیوال جام کې په هندي، بنګالي، اردو او نورو ژبو معلومات شریک کېدل چې له دې وروسته به پر پښتو هم شریکیږي.

۶- د نړیوالې شورا له لوري د شخصي لیګونو ترسره کېدو لپاره پر نویو قوانینو او اصولو خبرې اترې وشوې، چې پر بنسټ به یې شرایطو ته په پام سره ټولې چارې پر مخ وړل کېږي.

۷- همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر او اجراییه مشر له لوري د کرکټ د ټولو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو له سیالو مشرانو او اجراییه مشرانو سره لیده کاته وشول چې په ترڅ کې پر دوه اړخیزو همکاریو، تخنیکي مرستو او په راتلونکي کې له دوی سره د لوبو پر تنظیم خبرې وشوې.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي عزیزالله فضلي د نړیوالې شورا په عمومي ناستې کې د ټولو لاسته راوړنو په اړه خوښي څرګنده کړه چې په وینا یې: ((زموږ لپاره ډېر د ویاړ ځای دی چې د یوه بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه د نړیوالې شورا په عمومي کلنۍ ناسته کې ګډون کوو، دغه ناسته د افغانستان لپاره له هره اړخه ګټوره وه، چې پکې د فساد پر وړاندې په جدي مبارزې، د ۲۰۱۸ کال د غوره لیګ، لاسته راوړنو او نورو ډېرو ګټورو مواردو خبرې وشوې.))

دغه راز د دغې ادارې اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي هم وویل: ((د اجراییوي مشر په توګه مې د کرکټ نړیوالې شورا لومړنۍ کلنۍ ناسته وه چې ګډون مې پکې وکړ، چې پکې زما د تعارف سربېره دغه ناسته په ټوله کې له ډېرو لاسته راوړنو ډکه وه، د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو له غړو سره مو ناستې درلودې چې پکې د دوه اړخیزو همکاریو، د تخنیکي همکارۍ او د ملي لوبډلو په کچه د لوبو تنظیمولو بحثونه مطرح شول او هیله ده چې غوره پایلې به ولري او دغه راز د یادې نړیوالې شورا له لوري د افغانستان کرکټ بورډ ته د ۲.۵ ملیون ډالرو ورکړه یو ښه زېری و چې د کرکټ بورډ ادارې له لوري به په شفاف او روڼ ډول د کرکټ په پرمختګ کې ولګول شي)).

په یاده غونډه کې د کرېکټ نړیوالې شورا د زمبابوې کرېکټ بشپړ غړیتوب لغوه کړ او پر دغه لوبډله یې مالي بودیجه د اوسمهال لپاره په بشپړ ډول بنده کړه، خو د آی سي سي په وینا چې په راتلونکې غونډه کې به کومه چې د روان کال په پای کې ترسره کېدونکې ده- د شویو ارزونو په پار د زمبابوې کرېکټ د راتلونکي پریکړه کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د