پارلمان: اشرف غني بې منطقه کارونه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ولسې جرګې یو شمېر غړي د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» ملت ته په دوکه ورکولو تورنوي او ادعا کوي چې د نوموړي اکثریت کارونه بې منطقه دي.

د پارلمان یو شمېر غړو د اشرف غني دا امر چې په کابل کې دې د یوه مسجد جوړولو لپاره د ټولو ولایتونو خاوره راوړل شي؛ غندلی او دا امر یې غیر منطقي بللی.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلګو استازی « شېرمحمد اخندزاده» وايي « دا کار د قانون، شریعت او منطق له پلوه هیڅ توجیه نه لري، خاوره څه ګټه لري چې له ټولو ولایتونو راوړل کېږي؟ دا ګام یوازې د کمپاین او ځان ښودنې په موخه اخستل شوی».

د هرات د خلګو استازی «غلام فاروق مجروح» په خبره، ټول افغانستان یوه خاوره او یو هیواد دی او د افغانستان د هيڅ کونج خاوره له بل کونج لوړوالی نه لري خو اشرف غني په دې کار سره غواړي د ځان د ملي ښودلو هڅه وکړي».

یاده دي وي، چې څه موده وړاندې د ګډ حکومت مشر امر وکړ چې د کابل په دارالامان کې دې دیو جومات د جوړولو لپاره له ټولو ولایتونو خاوره راوړل شي او جومات دې ورباندې ورغول شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

الله پاك دی داپاك هیواد ددی ،چټل .اوکثیف څخه خلاص کړی ؟ ډیر بیشرم ،بیکاره،کره ، موجود دی ،داچه خبری کوی اولاسونه غورځوی اوپه خبرو کی اتڼ کوی هرڅوك ئی چه ګوری خاندی ،چه داکاټونی څه پیښی کوی ؟ اوټرمپ ورته ښکاره دغلام خطاب وکړ ؟بیغیرته ؟والسلام .

هدی
میلمه
هدی

ههه د اسلامي جمهوریت ریس جمهور به د هندویزم د دین تر اغېزې لاندې راغلی وي چي په منګیانو کي د نېک شګوم په موخه د هر ولایت خاوره د بنسټ ایښودلو لپاره راټولوي.