عمران خان اسلام اباد ته تر راګرځېدلو وروسته له طالب مشرانو سره ګوري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» چې دا مهال واشنګټن ته په یو رسمي سفر تللی، هلته له امریکايي ولسمشر او چارواکو سره د لیدنو په مهال په افغان سوله غږېدلی او اسلام اباد ته له راګرځېدلو وروسته یې له طالب مشرانو سره د لیدنې خبر ورکړی.

خان چې د امریکا د سولې په انسټيټیوټ کې یې خبرې کولې وویل « طالب مشرانو غوښتل څو اونۍ وړاندې له ما سره وویني، خو افغان حکومت ونه غوښتل زه له هغوی سره خبرې وکړم ؛ دا له دې امله چې ما همېشه یاده کړې، د افغانستان کشاله هیڅ نظامي حل نه لري».

نوموړي زیاته کړه « ما هغه مهال له طالبانو سره ونه لیدل خو اوس ما له ولسمشر ټرمپ سره لیدلي او له اشرف غني سره مې هم خبرې شوې، دا ځل اسلام اباد ته له ستنېدلو سره سم  به هغوی ووینم او په خپل ټول توان به هڅه وکړم هغوی له افغان حکومت سره خبرو کولو ته قانع کړم».

د پاکستان لومړی وزیر داسې مهال د طالبانو او کابل حکومت تر منځ د ناستې برابرولو هڅه کوي، چې طالبانو تر دې دمه په بیا، بیا له ګډ حکومت سره خبرې رد کړې او حکومت يې د امریکا او غرب ګوډاګی بللی.

د شنونکو په باور، پاکستان د طالب استازو د قانع کولو په برخه کې بیا،بیا امتحان ورکړی او په طالبانو باندې هومره نفوذ نه لري څومره چې کابل حکومت او امریکا ورته سترګې نیولې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

جمیله چیرته یی!!!
ته سر نه خلاصوی، اوس دا د انگریز جاسوس عمران خان به وگری چی د حکومت او طالب په ارودرو کی سنگه خپله گته لتوی. دا چی سنگه وروسته به خبری کوو دخیره. ####

مجاهد
میلمه
مجاهد

په دی کی شک نشته چه پاکستان له اوله غلام په دی جوړ شوی چه چارواکی به یی هغوی وی چه لندن کی سرمایه ګذاری کړی او هلته زیږیدلی ، روزل شوی او لوی شوی وی یعنی د انګریزانو ګټو او سیاست ته ډیره وفاداری ولری حتی ویلی شو چه پاکستان په سیمه ( د هند د لویی وچی او مرکزی اسیا د پاره د دوهم اسراییلو حیثیت لری چه دریمه اضلاع متحده به د پاکستانی چارواکو د څارنی لاندی جوړیږی. نو عمران خان یو له هغو پاکستانی چارواکو څخه دی چه د انګریزانو له خوا تصدیق شوی بیا لمړی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

د افغان امريکی جګړی راهيسی تر اوسه پاکستان داسی کوم ګام ندی اخيستی چی هغه دی د طالبانو په ګټه وی خو تاوانونه يی بيهده ورورسول ، دا خلګ امريکی د کاله په دوه مليارډه ډالره رانيولی دی چی د هغه پيسو ډيره ونډه يی د مجاهدينو د ځپلو لپاره ده ، خو امريکا په افغانستان کی ځان خراب کړ مګر څه يی تر لاسه نکړل . عمران خان هم اوس کچکول په غاړه ګرځی هر څوک چی جيب ته لاس کړی دی وای ماته به يوڅه راکړی ، د دوی او د طالبانو کرامو وزن ډير توپير لری ،… نور لوستل »