کرزی: حکومت دې ځان افغان کړي او په امریکا دې د وتلو غږ وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزي» د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په څرګندونو توند غبرګون ښودلی او او تر څنګ یې د کابل له حکومت غوښتي څو ځان افغان ثابت کړي او په امریکا د وتلو غږ وکړي.

کرزی چې له امریکا غږ راډيو سره یې خبرې کولي وویل « د افغانستان په حکومت مې غږ دا دی چې اوس دې د افغانستان د مالکیت فکر وکړي، ما د حکومت اعلامیه ولوسته، ډېره سسته وه، حکومت له ټرمپ څخه د هغه د وینا په برخه کې وضاحت غوښتی ، په دې کې د وضاحت څه خبره ده، هغه ستا د قتل ادعا کړې او ته وضاحت وغواړې».

نوموړي د خبریال ددې پوښتنې په جواب کې چې حکومت باید ددې څرګندونو په وړاندې څه وکړي، وویل « حکومت دې ځان افغان کړي، حکومت دې ځان خاوند کړي، حکومت دې د افغانستان د خلګو نمایندګي وکړي، حکومت دې په ټرمپ غږ وکړي چې له دې هیواده ووځه، حکومت دې نورو افغانانو ته لاس ورکړي او طالبان او حکومت دې لاس سره یو کړي او له دې پردیو دې ځان خلاص کړي».

کرزي همدا راز څرګنده کړه، چې د طالبانو او امریکا مذاکراتو ته هیلمن دی او له طالبانو یې وغوښتل څو له نورو افغانانو سره کېني.

د افغانستان پخوانی ولسمشر وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ «ډونالډ ټرمپ» د پاکستان له لومړي وزیر سره په ګډه یوه رسنیز کنفرانس ته وویل، کولای شي د افغانستان جګړه د لسو میلیونو افغانانو په وژلو په لسو ورځو کې وګټي او افغانستان د نړۍ له نقشې ختم کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

دا سمه ده چه غلام کرزی د شاه شجاع او کارمل په شان په امریکایی ټانکو سبور هیواد امریکا یانو ته وسپارلو او په ۱۳ کلو غلامی دوری کی یی کشکی داسی انقلابی خبری کولی چه اوس یی کوی حتی د حکومت په اواخرو کی چه د امریکا په دستور یی لویه جرګه د امریکا سره د غلامی تړون د لاسلیک کولو د پاره راغوشتی وه خرڅ یی هم امریکایانو ورکړی وو په دی خاطر چه کرزی هغه څوک راوغواړی چه دغه تړون تایید کړی مګر د ع او غ د لاسلیک کولو د پاره هغه تړون ځانګړی شوی وو… نور لوستل »

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

هم می و وژنی په خپله هم پر ما باندی ژڕا که څه شه یار دی شه یی مینه وژل هسی شیوند هسی.
اصلی عامل د پشتنو د تباهی او د بی عزتی همدغه ملی خاین کرزی دی.
د دوستمیانو او د تاجکو لنډغرانو په چاغولو کی همدغه ملی خاین لوی رول یی لوبولی.
پشتانه تباه او پرباد شو د همدغه ملی غدار له لاسه.

جميل
میلمه
جميل

داسی ښکاری چی اوسهم کرزی د سی آی ای نمبر ون دی او مهمی خبری په د کوی ، مداری کرزی پرغلام حکومت ږغ کوی چی ځان افغان ، خاوند ، او د خلګو نماينده وښيی او پر ټرمپ دی ږغ وکړی چی له هيواده ووزه نو ټرمپ ته به بله بهانه هم پيلاس ورشی چی افغان دولت هم ماته وويل چی ووزه . کرزيه ! تاسی په رښتيا چی ډير احمق ياست ، د داسی صفاتو په نه درلودلو سره چی پخپله هم اقرار په کوی ، طالبان کرام اړ ندی چی خدای مکړه د دی مفسدينو په مرداريو… نور لوستل »

Ronagul Aryobsei
میلمه
Ronagul Aryobsei

د جارج بوش نه دکرزي دافغان کیدو امکان کم دی.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
دا امریکایی ټرمپ چه ووځی،نور ټرمپونه لکه،
پنجابی کرنیل ټرمپ.
ایرانی اخوند ټرمپ
روسی شیشاکوف ټرمپ.
.ټول تیار سی درته ناست دی.داسی به ولس وځپی لکه په کال ۱۹۹۲ کی چه پښاور څخه راغلیو ټرمپ کابل ړنګ او ۶۲ زره یی تر تیغ تیر کړل.
سیاست مداران کوم بل چل چالوی،ولسه بیدار اوسی….
هیڅ جذباتی لیکنه تبصری او مقالی ته اهمیت مه ورکوی.