پاکستان په یو کال کې ۱۶ میلیارده ډالر قرض اخیستی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا خپور وی راپور وایي چې په تېر یو کال کې یې ۱۶ میلیارده ډالر بهرني قرضونه اخیستې دي.
دغه قرضونه د ۱۹-۲۰۱۸ مالي کلونو په موده کې اخیستل شوي دي چې د پاکستان په تاریخ کې په یو کال کې تر ټولو زیات قرض اخیستل شوی دی.

د ۱۶ میلیارده ډالرو قرضونو کې ۱۳ عشاریه ۶ میلیارده ډالر د عمران خان حکومت اخیستي دي. پاتې ۲ عشاریه ۴ میلیارده ډالر قرضونه د ۲۰۱۸ز کال په جولایي میاشت کې سرپرست حکومت ترلاسه کړي وو.
د رپورټونو له مخې ۵ نیم میلیارده ډالر سعودي، عربي امارات او قطر پاکستان ته تادیه کړي دي خو د تحریک انصاف حکومت دغه پیسې په قرضونو کې نه حسابوي.

تر دې وړاندې په ۱۸-۲۰۱۷ مالي کال کې پاکستان ۱۱ عشاریه ۴ میلیارده ډالر بهرني قرضونه اخیستي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د