ولسمشریزې ټاکنې: هر کاندید ته په کمپاین کې د ۴۴۲ میلیونه افغانیو د مصرف اجازه ورکړل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د ولسمشرۍ کاندیدان په دوه میاشتو ټاکنیز کمپاین کې تر ۴۴۲ میلیونه افغانیو پورې مصارف کولای شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ ویلي چې ولسمشرۍ ته کاندیدان د ټاکنیزو مبارزې د ترسره کولو لپاره حق لري چې تر ۴۴۲ میلیونه، ۷۸۳ زره او ۵۵۵ افغانۍ مصرف کړي.

د ننګ په وینا تر دې زیات مصرف ممنوع دی او د انتخاباتي لایحې او طرزالعمل پر اساس تخطي ګڼل کیږي.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۴ز کال په ټاکنو کې د انتخاباتي مبارزو لپاره هر کاندید شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ مصرفولای شوی چې دا ځل ۴۰۰ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

خو د شکایتونو د کمیسیون ویاند یاد مبلغ معقول بللی دی او په وینا یې د دې پر ځای چې په کاندیدانو باندې درنې جریمې وضع شی لومړی باید د دوی د مصارفو لپاره داسې حد تعین شي چې معقول وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د