ایران: د افغانستان د پياوړي ملت په اړه د ټرمپ څرګندونې د منلو وړ نه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د ایران اسلامي جمهوریت د ټرمپ هغه څرګندونې غندلې چې دوې ورځې وړاندې یې د افغانستان د جګړې په تړاو د پاکستان له لومړي وزیر سره کړې وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «سید عباس موسوي» په دې تړاو وویل « د افغانستان په تړاو د ټرمپ څرګندونې له نژادپرستي ډکې او د نړیوال سولې او امنیت  په ضد څرګندونې وي، د ایران اسلامي جمهوریت ددې څرګندونو  د غندلو تر څنګ، د افغانستان له پیاوړي او مقاوم ملت سره تر څنګ درېږي».

یاده دې وي، چې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر څرګندونې هغه وخت د کورنیو او نړیوالو رسنیو ګرمه موضوع وګرځېده، کله چې نوموړي ادعا وکړه، کولای شي د افغانستان جنګ د لس میلیونه  افغانانو په وژلو په لسو ورځو کې وګټي او افغانستان د نړۍ له نقشې ختم کړي.

د ټرمپ دا څرګندونې د افغانستان دننه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې، طالبانو د یوې اعلامیې له لارې ټرمپ مخاطب کړي وو او یاده کړې یې وه، چې د افغانستان د نیولو ارمان چنګېز، انګرېز او روس هم ګور ته وړی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د