نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د حکومت مشر «اشرف غني» د لومړي مرستیال «عبدالرشید دوستم» په مشری د جنبش ګوند ادعا کوي، چې ملي امنیت اداره د دوستم ښی لاس «قیصاري» د دوستم په وړاندې کاروي او نوموړي ته وسلې او نظامي تجهیزات برابروي.
د جنبش ګوند ویاند «بشیر احمد تینج» په دې تړاو وویل « ملي امنیت غواړي په غیر مستقیم ډول د جنبش ګوند مشران او پلویان د قیصاري په مټ تهدید کړي، له همدې امله یې نوموړې ته وسلې او نظامي تجهیزات برابر کړي، دا ګام ښکاره خبره ده چې د موجودو امنیتي ارګانونو له لوري ترسره کېږي چې موږ جدي ډول ددې دسیسې د پلټنو غوښتونکي یو».
نظام الدین قیصاري چې څو میاشتې وړاندې د ځانګړو ځواکونو له لوري د بشري حقوقو د نقض په تور ونیول شو، دا مهال د ملي امنیت تر څارنې لاندې په کابل کې ژوند کوي.
قیصاري دوه ورځې وړاندې دوستم د بشري حقوقو تر پښو لاندې کولو باندې تورن کړی وو او ادعا یې کړې وه، چې جنرال دوستم نوموړي ته د ټاکنو په لړ کې د یوه تهدید په سترګه ګوري او هڅه کوي نوموړی دملي امنیت په بند کې پاتې شي.