ټرمپ- عمران خان ته: پاکستان ته زما تر سفر وړاندې باید په افغانستان کې سوله راشي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د پاکستان د لومړي وزیر له لوري «اسلام اباد» ته د نوموړي د بلنې په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان سوله باید پاکستان ته د نوموړي تر احتمالي سفر وړاندې راشي.

دې نېشن ورځپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله لیکي « عمران خان د واشنګټن د سفر په دوران کې ټرمپ ته د پاکستان د لیدلو بلنه ورکړه خو نوموړي يې په غبرګون کې یاده کړه، چې افغان سوله باید اسلام اباد ته د نوموړي تر سفر وړاندې وي».

مطلب وړاندې لیکي « پاکستان په تفصیلي ډول ټرمپ د افغانستان په سوله کې د اسلام اباد له هڅو خبر کړ او له روانو مذاکراتو یې خپل ملاتړ څرګند کړ؛ خو ټرمپ یاده کړه چې په دې برخه کې ډېر نور څه هم شته چې پاکستان یې باید وکړي».

د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» چې په درې ورځني رسمي سفر واشنګټن ته تللی، د نورو ګڼو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د سولې په موضوع له امریکايي ولسمشر او چارواکو سره غږېدلی او اسلام اباد ته تر راګرځېدلو وروسته یې د طالب مشرانو د هڅولو په موخه له هغوی سره د لیدنې خبر هم ورکړی.

عمران خان ویلي، هیواد او فوځ یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او د سولې په برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د