رولا غني له یهودي پلاوي سره لیدلي او هغوی ته یې په افغانستان کې د پانګونې اجازه ورکړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» مېرمن «رولا غني» له یوه اسراییلي پلاوي سره لیدلي او هغوی ته یې اجازه ورکړې څو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې  پانګونه وکړي.

سلام وطندار د دارلحیات ورځپاڼې په حواله لیکي چې، په دې لیدنه کې پنځو تنو اسراییلي پانګوالو ګډون درلود چې مشري یې د «مردخای» په نوم یوه بل اسراییلي پانګوال کوله.

راپور وړاندې کاږي« لیدنه د خطیب او علمي په نوم د رولا غني د شخصي شرکت له لورې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې تنظیم شوې وه».

د راپور په حواله، په یاده لیدنه کې رولا غني اسراییلي پانګوالو ته اجازه ورکړې څو په کابل، هلمند، فراه او نورو ګڼو ولایتونو کې پانګونه وکړي.

رولا غني چې د لبنان اوسېدونکې ده، افغانستان ته له اشرف غني سره یو ځای راغلې او د دین په اړه یې تر دې دمه بېلابېل نظرونه موجود وي.

د اشرف غني د تېر ځل ټاکنو د کمپاین په مهال نوموړې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې اعتراف کړی وو، چې کلیسا ته د عبادت لپاره له اشرف غني سره یو ځای ځي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بارک
میلمه
بارک

سلامونه او نیکی هیلی پاس لیکل سوی چئ ( خطیب او علمی ) سم نه دی خطیب العالمی شرکت دی چی د دارالامان ماڼی هم داشرف غنی د لور په نامه دترمیمولو قرار داد سوی په درنښت

اجمل
میلمه
اجمل

دا نو څه خبره ده. آیا د پیامبر (ص) په وخت کی مسلمانانو له یهودیانو سره تجارت نه درلود؟ د افغانستان د پیشرفت لپاره دی هر څوک راشی او دلته دی پاکونه وکړی څو دا غریب ملک مخ په ترقی ولاړ شی. له کفارو بخصوص یهودو سره تجارتی معاملی په کومه فتوای نا روا کار دی؟ ما هم لږ پوه کړه ځکه چی زما د بزنیس شریک یو یهود دی.