افغانستان

کابل: د طالبانو په سرتېري برید کې د امریکايي استخباراتي ادارې غړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): د کابل ولایت پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د «تنګي سړک» نومي سیمه کې د امریکايي استخباراتو په موټریز کاروان طالب بریدګر سرتېری برید کړی، چې په پایله کې یې دوه لنډ کروز موټر له منځه وړي او د استخباراتي شبکې غړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» په خپل ټويټر لیکلي « نن سهار اته نیمې بجې د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند د ترخیولو( تنګي سړک) سیمه کې په هغو امریکايي ځواکونو فدايي برید وشو چې په ځانګړي یونفورم او خاصو موټرو کې له سیمې تیریدل.»

مجاهد وړاندې زیاتوي « په برید کې ۲ لنډکروزر موټر له منځه وړل شوي، په کې ناست د امریکايي استخباراتو (CIA) ګڼ شمیر افسران وژل شوي او ټپيان دي، برید د اتل استشهادي مجاهد ملا احمد غزنوي لخوا د قوي موټر په وسیله ترسره شو چې درانه چاودیدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو».

د مجاهد په خبره، سیمه تر دې دمه کلابنده ده او امنیتي ځواکونه هیچا ته د سیمې ځای ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x