د ټرمپ د نیکونو کارنامه

أبو عابد

ټرمپ وایي کولای شم په یوه اونۍ کې لس میلیونه افغانان ووژنم او د امریکا دتاریخ تر ټولو اوږده جګړه وګټم. د ټرمپ د قتل عام لوړو ارقامو نړۍ بوږنولې او دا له تصوره لوړه خبره بولي. څرنګه یو انسان د لس میلیونه نورو انسانانو د وژلو ګواښ کوي!!؟؟

خو تحیر ته هیڅ اړتیا نشته. راځئ لږ د ټرمپ، ټرمپ خیلو او د دوی د اسلافو تاریخ مطالعه کړو چې دوی له انسانیت سره کومې نادودې کړي دي.

تاریخ وایي چې له اوس نه ۳۵۰کاله مخکې په نړۍ باندې د یخ درنه څپه راغلې وه. د ۱۶ مې میلادي پیړۍ پر مهال د ځمکې د تودوخې کچه په نا اټکله توګه لاندې لاړه. لکه اوس چې د تودوخې د زیادت ستونزه بحراني حالت ته رسیږي هغه وخت ساړه همداسې زیات شوي وو. د تاریخ له روایته په هغو کلونو کې یخ دومره زیات و چې له لندن ښاره تېر شوی د ټایمز سیند به کنګل کیده او خلکو به ورباندې پياده تګ راتګ کاوه. د طبیعت دا ناڅاپي بدلون خلکو په دوهم کنګل پېر( د یخ زمانه) سره ونوماوه.

تر تېر کاله د طبیعت عالمان نه پوهیدل چې د دوهم (کنګل پېر) علت څه و؟ خو تېر کال د لندن د یوه پوهنتون څیړنې له دې رازه پرده پورته کړه. د بي بي سي د راپور له مخې د دې څیړنې له مخې ساینس پوهانو وموندل چې په ۱۵ او ۱۶ مو پیړیو کې د تودوخې د کچې د ټیټوالي علت هغه قتل عامونه یا انساني تصفیه وه چې د اروپایي استعمارګرو لخوا د امریکا په لویه وچه کې ترسره شول.

په پنځلسمه پیړۍ کې چې اروپایانو د امریکا د استعمار اراده وکړه، دې وچې تقریبا شپیته میلیونه نفوس درلود، چې د نړۍ د ټول نفوس لسمه برخه یې جوړوله. دغو بومي امریکایانو ( سرخ پوستو) کلي، ښارونه او پراخې کروندې درلودې چې بسیا ژوند یې کاوه. کله چې د ټرمپ په شان سپین پوستي اروپایان ورغلل نو د امریکا د اشغال په مقصد یې د ځایي خلکو قتل عام پیل کړ. په مخامخ قتلونو سربیره یې د بیلابیلو طاعوني امراضو، د اوبو او خوړو میکروبي کولو او نورو مختلفو طریقو بومي امریکایان قتل عام کړل. تر دې چې د یوې پیړۍ په جریان کې د ځایي خلکو نفوس چې باید زیات شوی وای  له ۶۰ میلیونو څخه پنځه میلیونو ته راکم شو. یعنی ۵۵ میلیونه بومي امریکایان ووژل شول.

د دومره لوی مقدار خلکو په وژل کیدو سره کلي، ښارونه او کروندې شاړې شوې، له دې جملې ۵۶ میلیونه هکتاره هغه تیاره زراعتي ځمکه چې بومي امریکایانو به کرله په وحشي ځنګل او علف زار بدله شوه. تقریبا د فرانسې هیواد د مساحب په مساحت کلي، کورونه او آباده ځمکه شاړه او ځنګلي شوه، د ځنګلونو او علف زارو زیادت د کاربن دای اکساید د جذب موازنه خرابه کړه. څرنګه چې په اتموسفیر کې د کاربن دای اکساید ګاز موجودیت د ځمکې دتودوخې سبب ګرځي، بل خوا بوټي او ونې دغه ګاز جذبوي، د ځنګلونو او علف زارو په ناڅاپي زیادت سره د کاربن دای اکساید ګاز د جذب کچه لوړه او په اتموسفیر کې یې هغه اندازه کمه شوه چې د ځمکې د تودوخې لپاره لازمه ګڼل کیږي، په دې ډول په طبیعت کې ناڅاپي بدلون رامنځته او یخ دومره زیات شو چې دغه عصر دوهم یا کوچنی (کنګل پېر)وګڼل شو.

د دې څیړنې او موندنې یو ګډونوال پروفیسر مارک ماسلین بي بي سي ته ویلي: په شپاړسمه پیړۍ کې د هوا تودوخې د پاموړ کمښت وکړ. په عامه توګه طبعي تغیرات تر یوه حده د تودوخې کچه ټیټوي. اما هغه وخت د ځایي امریکایانو نسل وژنه دومره پراخه وه چې ورسره د تودوخې کچه دوه برابره ټیټه شوه تر دې چې دغه عصر  په (کوچني کنګل پېر) سره ونومول شو.

د ټرمپ آباء او اجدادو ( سپین پوستو اروپایانو) یوازې لسګونه میلیونه ځایي امریکایان ( سورپوستي) قتل عام نکړل. بلکې په استرالیا، نیوزي لانډ او ګڼو  افریقایي او اسیایي هیوادونو کې یې هم همدغه عملیه ترسره کړه. هغه دوی ول چې د استرالیا ځایي اوسیدونکي به یې د کانګروګانو په شان ښکار کول او ښکارزنو ته به یې د یوه کس په وژلو پنځه ډالره جائزه ورکوله.

سړی حیران شي چې له دومره تورې ماضي او وحشیانه پس منظر سره بیا هم امریکا د بشري تمدن زانګو بلل کیږي د بشر حقوق، عدالت، د ښځو حقوق او نور ارزښتونو نسبت ورته کیږي. بناء که ټرمپ د میلیونونو انسانانو د وژلو خبره کوي،د حیرانۍ وړ نه ده. اصلا له غربي لیوانو د انسانیت تمه د سوال  او تحیر وړ ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د